May 08, 2024 15:44 Asia/Kabul
  • د رښتیوني ژمنې پوځي عملیات د ملي غرور د احساس د رامینځته کولو عامل دي (پوره خبرونه دلته لوستلی شئ)

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د وعده صادق پوځي عملیات د ملي غرور د احساس د رامینځته کیدا عامل او د اجماع د رامینځته کولو لپاره د بدلون پیچومی وباله

او ویې ویل دغو عملیاتو ثابته کړه قوي ایران کولای شي له هیواد څخه د جنګ سیوری لیري کړي او د خبرو له میز څخه پوځي انتخاب حذف کړي.

هغه د ایران له خلکو سره د ټیلي ويژن له لارې ژوندۍ مرکې کښې د وعده صادق پوځي عملیات د انقلابي عقلانیت ډیر روښانه ورایښت وباله او ویې ویل په یوه ځاې کښې خبرې او په یوه بل ځاې کښې توغندي مسله حل کولای شي او مونږ د خبرو له میز څخه نه یوو تللي خو په قدرت سره به  د هغو هیوادونو په مقابل په  چې وغواړي له ایران سره دښمنۍ وکړي مقاومت وکړو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ډاګینه اروپايي او د نړۍ نور هیوادونه که چیرې وغواړي له ایران سره ښې اړیکې ولري نو مونږ هم تیار یوو چې هغوې ته د دوستۍ لاس ورکړو.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران په دیارلسم حکومت کښې د انقلابي عقلانیت خبرې د سوال زرۍ د ډیپلوماسۍ ځاې ناستي شوي دي وویل د دغه انقلابي عقلانیت یو ورایښت به په ایران کښې اقتصادي رونق وي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ایران پرضد د اسرائیلو رژيم ادعاګانې دروغ دي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي« امیر سعید ایرواني» امنیت شورا ته په یوه لیک کښې د ایران پرضد د صهیونیسټ رژيم ادعاګانې رد کړې او ویې ویل ایران په بیلابیلو حوزور کښې د خپل رغنده مشارکت له لارې د نړیوال امنیت او د سولې په لوړتیا کښې فعال رول لوبولی دی.

هغه په ملګروملتونو کښې د اسرائیلو د رژریم د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې د نولسمې نیټې لیک ته په ځواب کښې امنیت شورا ته نن  په یوه لیک کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت په دغه لیک کښې ټول لیکل شوي بې اساسه تورونه په پریکنده او په صریح ډول ردوي او د دغو بې اساسه ادعاګانو په اپوټه ایران په پرله پسې ډول نړیوال حقوق رعایت کړي دي او د ملګروملتونو د منشور اصولو ته پاې بنده دی او د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پیروۍ یې کړي ده.

په ملګروملتونو کښې د ایران استازي امیر سعید ایرواني زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په دیارلسمه او دیرشمه نیټه په خپلو مخکنیو لیکونو کښې په صراحت سره  ویلي وو چې د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران نیغ په نیغه حمله د دغه رژيم بیا بیا پوځي تیریو او په تیره بیا د سوریې په پلازمینې دمشق کښې د ایران په سفارت باندې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه پوځي برید ته په ځواب کښې ترسره شوی دی.

صهیونیسټ رژیم د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه په یوه ترهګر اقدام کښې په دمشق کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې برید سره د ایران اوه لوړرتبه پوځي سلاکاران شهیدان کړي وو.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک هم د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په څوارلسمه نیټه د وعده صادق په تنبیهي عملیاتو سره په بې پایلوټه الوتکو او  توغندیو سره په نیواکي ټاټوبو باندې برید وکړ.

په ملګروملتونو کښې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ټینګار وکړ د مقاومت هیڅ ډلې د ایران د اسلامي جمهوریت په روا اقدام کښې برخه نه دی اخیستی او په دې هکله هر ډول ادعا مردوده ده او د اسرائیلو رژيم د ادعا په اپوټه د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې نیابتي یعني د نورو په استازي توب ځواکونه نلري او هیڅ کس ، ډله یا ملت د ایران تر حکم لاندې فعالیت نه کوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له خشکۍ څخه د افغانستان ایستل د ایران لومړیتوب دی

زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وویل د ګاونډي هیواد افغانستان د یوې تاریخي غوښتنې په توګه  د خشکۍ له کلابندۍ د افغانستان خارجول د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې شامل دي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي پرون په مشهد ښار کښې له افغانستان سره د ایران د ګاونډیو ولایتونو د والیانو د غونډې په څنګ کښې له دري راډیو سره په مرکه کښې وویل د افغانستان د جغرافیايي کلابندۍ د ماتیدا لباره یوه تر ټولو ښه او نږدې لاره د ایران لاره او چابهار بندر دی او د دغه بندر د پراخولو پلان هم  د ایران د اسلامي جمهوریت په لومړیتوب کښې دی.

په کابل کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په چابهار بندر کښې د بهرنیو پانګونو په تیره بیا د افغانستان د پانګه والو د شتون لپاره د ایران د چمتووالي خبر ورکړ او ویې ویل په چابهار سیمه کښې د بیخ بنایانو د پراختیا لپاره په دغه سیمه کښې د یوه نړیوال هوايي ډګر او دغه راز اورګاډي د لارې جوړول تصویب شوي دي.

هغه په چابهار سیمه کښې د اور ګاډي د پټلۍ د پراختیا پلان ته په اشارې سره وویل د دغه پلان پراساس د اورګاډي یوه پټلۍ له چابهار څخه زاهدان او له هغه ځایه د ایران تر شمال او ختیځ او  بیا ترکمنستان او مرکزي اسیا هیوادونو ته غځول کیږي چې یو ډول له شمال سره د جنوب د اتصال پلان دی او د اورګاډي بله پټلۍ هم له زاهدان سره د چابهار سیمې له ګنډل کیدا وروسته له میلک سیمې څخه قندهار سیمې ته غځیږي چې افغانستان به له دې لارې له ازادو اوبو سره  وګنډي.

په کابل کښې د ایران سفیر د اوکراین کړکیچ او د ټرانزیټ په نړیوالو لارو باندې د هغه اغیز ته په اشارې سره وویل د اوکراین له کړکیچ وروسته دوه سوه میلیونه ټنه ټرانزیټي شیان چې مخکې د چین او هندوستان د روسیې له لارې اروپايي هیوادونو ته استول باید د بلې متبادلې لارې په وسیله انتقال شي او دغه حالت د ټرانزیټ په موضوع کښې د ایران او د افغانستان اهمیت زیات کړی دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په بدخشان کې چاودنې اوه طالبان وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان  په بدخشان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې پر ترڅ کې لږترلږه اووه طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۰ بجې د فيض‌اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د «زوړ ښار پُل جوزون» په سيمه کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په موټرسايکل کې ځای‌پرځای شويو چاودېدونکو توکو د بدخشان ولايت د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کارکوونکي په نښه کړل.

د بدخشان ولایتي روغتون روغتیايي سرچینو ویلي چې نوموړي روغتون ته د اووه طالب جنګیالیو مړي او د دغې ډلې یو شمېر ټپیان راوړل شوي.

د دې پېښې په ټپيانو کې ملکيان هم شامل دي.

د سرچينې په خبره، اټکل کېږي چې د دې چاودنې له کبله د قربانيانو شمېر زيات شي.

د بدخشان اوسېدونکي زیاتوي چې امبولانسونه ټپیان روغتونونو ته لېږدوي او د فیض‌اباد ښار په پوځي حالت کې دی.

له چاودنې وروسته د څو دقیقې لپاره د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبيح‌الله اميري هم چاودنه منلې او ویلي یې دي چې جزئيات به وروسته شریک کړي.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی؛ خو په بدخشان ولایت کې د طالبانو پر ضد پوځي جبهې فعالې دي او وخت‌ناوخته دا ډله په نښه کوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د یمن انصار الله غورځنګ اسرائیلو ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ خبرداری ورکړ که چیرې صهیونیسټ رژيم د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح ښار باندې برید وکړي نو له پراخ تاوتریخوالي سره به مخامخ شي.

د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده له الاقصی د ملاتړ د ملي کمیټۍ مشر «محمد مفتاح »له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو حملې او په رفح سیمې باندې د حملې لپاره د اسرائیلو ګواښ به د یمن د خلکو له غبرګون او د تاوتریخوالي د څلورم سخت پړاو له اجرا سره مخامخ شي.

د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده له الاقصی د ملاتړ د ملي کمیټۍ مشر وویل د یمن د پوځ د اقداماتو سختیدل به د صهیونیسټانو هر ډول بلا غوښتنې ته  که هغه په یمن یا غزې یا په نیواکي فلسطین کښې په هر ځاې برید وي  یو ځواب وي.

د یمن وسله وال ځواکونه په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو رژیم د حملو له زیاتولو وروسته د اسرائیلو هیڅ کشتۍ او دغه راز هغو کشتیو ته چې نیواکي فلسطین یعني اسرائیلو ته ورځي له سره سمندر او باب المندب اوبلارې څخه د تیریدا اجازه نه ورکوي.

امریکا د اسرائیلو د کشتیو پرضد د یمن د پوځ د عملیاتو له زیاتیدا وروسته د یمن له عسکرو سره د مقابلې لپاره یو ائتلاف جوړ کړ.

د  صهیونیسټ رژیم د جنګ کابینې په تیرې دوشنبې ورځ له نړیوالو مخالفتونو سره سره د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح ښار باندې ځمکنی یرغل تائید کړ او د دغه رژيم پوځیانو له تیرې سه شنبې ورځې څخه په دغه ښار برید پیل کړی دی.

د اسرائیلو دغه پوځي یرغل له دې یوازې څو ساعته مخکې پیل شو چې د فلسطین حماس غورځنګ وویل د مصر او د قطر لخوا د اوربند وړاندیز یې منلی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اسرائیلو رژيم برید د رفح سیمې د تباه کیدا سبب ګرځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د بې سرحده ډاکټرانو موسسې چې ایم ایس ایف(MSF) نومیږي وویل د اسرائیلو پوځي عملیات ګواښ کوي چې د فلسطین غزې تړانګه په هدیرې بدله شي.

د بې سرحده ډاکټرانو موسسې مشر اوریل بینویټ(ARVIL BENOIT) وویل د رفح سیمې پرضد د اسرائیلو برید چیرې چې پینځلس لکه کسانو په دغه کوچنۍ سیمه کښې پناه اخیستي ده دغه سیمه په یوه قبرستان بدلولای شي.

اسرائیلو نن په غزې تړانګه کښې په یوه کور باندې برید سره د یوې کورنۍ اوه کسان شهیدان کړل.

دغه راز قطر په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په رفح سیمه کښې د ډلوژنې مخه ونیسي ځکه چې له مصر سره د غزې تړانګې رفح سرحدي لاره اوس اسرائیلو نیولي ده او د یوه ستر برید ګواښ یې کړی دی.

د اسرائیلو هوايي ځواک هم بیګا د لبنان په جنوب کښې په کفر قلعه ، ایتال الشعاب ، خیام ، مرون الراس ، هوله او په ایتارون سیمو کښې د حزب الله غورځنګ په عسکرو او ودانیو بریدونه وکړل.

دغه راز بهاماس هیواد نن د فلسطین هیواد په رسمیت وپيژند.

تیره اونۍ د ترینیداد و توباګو هیواد وویل چې دوې د فلسطین هیواد په رسمیت پيژندي او دغه راز د اروپايي اتحادیې یوشمیر هیوادونه هم چمتو والی نیسي چې فلسطین د خپلواکه هیواد په توګه په رسمیت وپيژندي.

بل خبر دا چې د امریکا د جاسوسۍ ادارې مشر ویلیم برنز نن اسرائیلو ته ورځي چې هلته له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خبرې وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

واشنګټن د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده

الجزیرې ټیلي ويژن راپور راکړ د امریکا د ولسي جرګې کانګرس یوې غړي میرمن رشیده طلیب له صهیونیسټ رژيم سره د بې قید او شرطه مرستو او د میلیارډونو ډالرو د وسلو د ورکولو په دوام باندې نیوکې سره امریکا په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو رژیم په نسل کشۍ کښې شریک وبلله.

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس فلسطیني توکمه استازي رشیده طلیب چې په غزې کښې د امریکا د ملاتړ وړ جنګ یوه تر ټولو سخته نیوکه کونکي ده وویل زما ډیرو ملګرو د بشریت پرضد د جنایت په هکله چې په رفح سیمه کښې د رامیځته کیدا په حال دی خپله اندیښنه او ویره اعلان کړي ده او دا په داسې حال کښې دي چې د کانګرس غړیو څو ورځې مخکې د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د میلیارډونو ډالرو د وسلو ورکولو ته رایه ورکړه.

د امریکا د کانګرس دغه مسلمانې غړي رشیده طلیب وویل له تیرو څو میاشتو راهسې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په رفح سیمې باندې د حملې لپاره خپل نیت اعلان کړی و خو له دې سره سره زما اکثره همکاران او ولسمشر جوبایډن د فلسطینیانو د زیاتې وژلې د امکان لپاره اسرائیلو ته نورې ډیرې وسلې واستولې او امریکا په فعالانه ډول د فلسطینیانو په نسل کشۍ کښې شرکت کړی دی.

د امریکا د کانګرس د دغه مسلمانې غړي رشیده طلیب  دغه څرګندونې په داسې حال کښې بیانیږي چې د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمې باندې د بشپړه ځمکنۍ حملې لپاره د صهیونیسټ رژیم د چمتووالي په هکله اندیښنې زیاتې شوي دي.

هغې دغه راز په هیګ کښې دیره له جنايي محکمې وغوښتل د فلسطین د خلکو د نسل کشۍ په وړاندې د اسرائیلو د ځواب د ورکولو لپاره  د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر او نورو لوړرتبه چارواکو د نیولو حکم صادر کړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امریکا پاکستان ته امر ونهي نشي کولای

ایسنا خبري اژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر« محمد اسحاق ډار» د تهران او د اسلام اباد د تجارتي اړیکو په هکله د امریکا په خبرداري سترګې پټې کړې او ویې ویل پاکستان ته امر و  نهي نشي کیدلای.

هغه له ایران سره د پاکستان د تجارتي اړیکو په تیره بیا د تهران او د اسلام اباد ترمینځ د ګازو د نل لیکې د ګډې پروژې  په هکله د امریکا په خبرداریو باندې سترګو پټولو سره وویل پاکستان ته امر و نهي نشي کیدلای او اسلام اباد په خپلو فیصلو ترسره کولو کښې یوازې خپلې ګټې په نظر کښې نیسي.

د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د ګازو د پروژې په هکله پوښتنې ته په ځواب کښې ټینګار وکړ اسلام اباد باید د پاکستان ګټو ته په پام کولو او له دې پرته چې امریکا او نور هیوادونه څه وايي د ګازو د پروژې د وخت او د څرنګوالي په  هکله فیصله کوي.

هغه وویل پاکستان خپلواکه هیواد دی او  هیله کوو چې نور هیوادونه هم د پاکستان د خپلواکۍ احترام وکړي.

امریکا پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له سفره وروسته چې په بیلابیلو برخو کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا تفاهمونو او موافقو د لاسلیک کیدا سبب شو په هغو هیوادونو باندې چې له ایران سره تجارتي معاملات کوي د بایکاټونو د لګولو د خطر په هکله خبرداری ورکړ.

د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سفر ګټور وباله.

په پاکستان کښې د تیلو او د ګازو له کمښت سره سره له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د رسولو پروژه چې د سولې په پایپ لاین مشهوره ده په اسلام اباد باندې د امریکا په شمول د خارجي قدرتونو په دباو سره تراوسه نه ده محققه شوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

 

 

 

ټیګونه