Apr 21, 2024 13:53 Asia/Kabul
  • غزې کښې ډله ئیز قبر کشف شوی

الجزیرې ټیلي ويژن راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د فلسطین مرستندویه او ژغورنې ډلې د دغه سیمې د جنوب په یوه روغتون کښې د یوه ډله ئیز قبر د کشفیدا خبر ورکړ.

دغه ډلې وویل چې په غزې کښې له یوه ډله ئیز قبر څخه یې پنځوس مړي رایستلي دي کوم چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو په ډله ئیز ډول په خان یونس کښې په «ناصر» طبي ودانۍ کښې ښخ کړي وو.

په غزې تړانګه کښې د اسرائیل د نسل وژونکي رژیم جنایتونه د امریکا په اجازې او مدیریت سره ترسره کوي او سپینې ماڼۍ د صهیونیسټ رژيم په انساني ضد جنایتونو باندې د سترګو په پټولو سره همدا اوس اسرائیلو ته د شپږویشت میلیارډه ډالرو پوځي مرستو له استولو سره موافقت کړی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت نن وویل چې د صهیونیسټ رژيم پوځ په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په څلورو جنایتونو کښې اوه دیرش نور فلسطیینان شهیدان او ته شپیته نور ژوبل کړل.

اسرائیلو تراوسه څلوردیرش زره او نه څلویښت فلسطینیان شهیدان کړي او شپږ اویا زره او نهه سوه یو نور ژوبل کړي دي.

 

ټیګونه