د پولنډ پر پوله د پنځو افغان کډوالو جسدونه موندل شوي
Dec 31, 2023 04:51 Asia/Kabul
د رسنیو په حواله، دغه جسدونه د امنیتي کسانو لخوا د بلاروس یوه روغتون ته انتقال شوي دي.
بلاروس د افغانانو د شورا یوه غړي ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغو افغانانو مړي په روغتون کې پراته دي او د کورنۍ غړي یې نه دي پيدا شوي.
له دې سره ویل شوي، دغو کډوالو غوښتل چې د بلاروس له لارې پولنډ او بیا غربي اروپا ته ولاړ شي، خو د سړې هوا له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې کسانو نومونه او هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د یادونې وړ ده چې هر کال لسګونه زره افغانان په بېلا بېلو خطري لارو ځانونه اروپایي هېوادونو ته رسوي، هر کال سلګونه کسان په اوبو کې ډوبېږي او یا هم د غلو او امنیتي ځواکونو لخوا وژل کېږي.