په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ سوداګریز نندارتون پرانیستل شو
Mar 08, 2024 13:38 Asia/Kabul
د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د انټرکانټیننټال په ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو ویلي، چې ایران ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وروستي سفر پر مهال، د شویو هوکړو پر اساس به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه برخه کې توازن او اسانتیاوي رامنځته شي.
د یادولو ده، چې د انټرکانټنینټال ملي او نړیوال ګډ نندارتو تېره ورځ پیل شو، چې په ۶۴ غرفو کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي، چې درې ورځې به نور هم دوام وکړي.