په افغانستان کې ناامنۍ د بشري مرستو بهیر ګډوډ کړی دی
د ملګروملتو په امنیت شورا کې د انګلستان استازي ویلي چې په افغانستان کې ناامنۍ د بشري مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، آر چي یانګ د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې په افغانستان کې ناامنۍ د بشري مرستو د وړاندې کولو بهیر ګډوډ کړی دی.
هغه د افغانستان وضعیت نازک او د خرابېدو په حال کې وباله او وې ویل چې د طالبانو وروستي فرمانونه د جنسیتي نابرابرۍ د زیاتېدو او عدالت ته د لاسرسي د محدودېدو لامل شوي دي.
دغه بریتانوي ډیپلومات وویل چې انګلستان دغه اقدامات غندي او د افغانستان له طالبانو غواړي چې محدودیتونه لیرې کړي او د بشري حقوقو په برخې کې خپلو نړیوالو ژمنو ته پابند پاتې شي.
یانګ همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او په افغانستان کې ئې د ترهګرو ډلو د شتون د ادعا په مطرح کولو سره د دغو ډلو پر ضد د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه.
هغه د ناامنۍ د پایلو په اړه وویل چې دغه وضعیت د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.
په امنیت شورا کې د انګلستان استازي په پای کې د (یوناما) د شتون او فعالیت د دوام ملاتړ وکړ او له طالبانو ئې وغوښتل چې د ملګرو ملتو تر مشرۍ لاندې په څو اړخیز بهیر کې په رغنده توګه ګډون وکړي.