هندوستان د اسټارلینک د کارولو جواز بند کړی دی
Jun 10, 2026 13:08 Asia/Kabul
پارس تودی-وروسته له هغه چي امریکا په ایران باندې په یرغل کې د اسټارلینک د اینټرنیت د کارولو خبره اشوا شوه، هندوستان هم دې هیواد ته د اسټارلینک په استعمال باندې بندیز ولګول.
د ایندیاتودی له راپور سره سرهم، د هندوستان حکومت په دغه هیواد کې د اسټارلینک د سوداګریزو فعالیتونو د پیلېدو لپاره د جواز د صادرولو بهیر بند کړی دی.
د باخبرو سرچینو په وېنا، د هندوستان حکومت اسټارلینک ته د کار د پیلولو د جواز له ورکولو څخه پښېمانه شوي دي، ځکه چي امریکا په ایران باندې په خپلو هوایي بریدونو کې له اسټارلینک څخه کار اخیستي وه.
هندوستاني چارواکي په دې اندېښمن دي، چي د جیوپولیټیکي بحران پر مهال ممکنه ده امریکا په اسټارلینک باندې د خپل کنټرول په کارولو سره، جاسوسي او یا حتی فوځي اقدامات وکړي.