-
امریکا په ایران باندې په بیا تیري کولو اعتراف کړی
Jun 06, 2026 06:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د پوځ مرکزي قومندنۍ سینټکام په ایران باندې بیا تیري کولو سره ادعا وکړه چې د دوې ځواکونو د ایران څلور بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
-
له ایران سره موافقه یو څه وخت اخلي؛ ایرانیان کلک او مغرور دي
Jun 06, 2026 05:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې د ایران پرضد د جنګ د اقتصادي او د سیاسي پایلو په دلیل له دغه کړکیچ څخه د وتلو کوشش کوي صهونیسټ رژیم هغه په دغه جنګ کښې ښکیل کړی دی په دې خبرې سره چې ایرانیان سخت او مغرور دي وویل له ایران سره موافقه یو څه وخت اخلي.
-
د امریکا ولسمشر ټرامپ د اسرائیلو په لمسون سره په ایران حمله وکړه
Jun 06, 2026 05:02تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ډیموکراټ ګوند یوې استازې میرمن «ماډلین ډین» ټینګار وکړ چې د امریکا د ترهګر حکومت مشر ډونالډ ټرامپ د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو په لمسون سره د ایران پرضد جنګ پیل کړ.
-
سرلښکر رضایي: د هرمز تنګي اداره د ایران په غاړه ده؛ که جګړه دوام ومومي، د امریکا لپاره به ډېرې ناوړه پایلې ولري
Jun 06, 2026 04:26پارس ټوډې - په اته کلنۍ سپیڅلې دفاع کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال «محسن رضايي» د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کې په دې خبرې سره چې په خبرو کې اصلي مشکل په خپله ټرامپ دی؛ خبرداری ورکړ: د جنګ د بیا پیلیدا په بڼه کې به د جنګ لمن له هند اوقیانوسیې څخه تر سور سمندر او مدیترانې سمندرګي پورې وي.
-
ایران په قطر کښې د امریکا العدید هوايي اډه په کامل ډول غیر فعاله کړه
Jun 06, 2026 04:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «ایر اینډ اسپیس فورس» مجلې په یوه راپور کښې د امریکا د یوه لوړرتبه چارواکي او د څو نورو خبرو چارواکو په قول چې غوښتل نومونه یې ایشوا نشي ولیکل: د ایران توغندوي حملو د قطر په العدید هوايي اډې کښې د امریکا د ګډو هوايي عملیاتو مرکز (CAOC)ته زیات تاوان رسولی او هغه یې غیر فعال کړی دی.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د جوړولو هیڅ پروګرام نلري
Jun 06, 2026 03:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ماسکو د اټومي وسلو د جوړولو په زمینه کښې د ایران د هڅې په اړه هیڅ ثبوت نلري د ایران پرضد د جنګ د بندولو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ فیصله یوازنۍ سمه پریکړه وبلله.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام موضوع به حل شي
Jun 06, 2026 03:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په «ویسکانسین» ایالت کښې په دغه ادعا سره چې د ایران د اټومي پروګرام موضوع تر زیاته حده پاې ته رسیدلې ده ادعا وکړه چې دغه موضوع به په هره ممکنه بڼه حل شي.
-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.
-
د بحرین رژیم د مذهبي او دیني مشرانو له نیولو څه هدف لري؟
Jun 05, 2026 16:44پارس ټوډې – د بحرین آل خلیفه رژیم د مذهبي مشرانو د ځپلو د سیاست په دوام، یو شمېر نور مذهبي او دیني مشران هم نیولي دي. د آل خلیفه رژیم له لوري د مذهبي او دیني مشرانو نیول نوی سیاست او نوې چاره نه ده، بلکې د دې رژیم د نږدې پنځوس کلن تاریخ یوه برخه جوړوي. خو د اوسني ځپلو کچه او د نیول شویو کسانو پراخ شمېر بېساری بلل کېږي.
-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.