امریکا په ایران باندې په بیا تیري کولو اعتراف کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د پوځ مرکزي قومندنۍ سینټکام په ایران باندې بیا تیري کولو سره ادعا وکړه چې د دوې ځواکونو د ایران څلور بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
سینټکام په یوې بیانیې کښې ادعا وکړه: څو ساعته مخکې د امریکا ځواکونو د ایران څلور یو طرفه بې پایلوټه الوتکې چې د هرمز اوبلارې په لور یې الوت کړی و نسکورې کړې.
په سیمه کښې د امریکا مرکزي قومندنۍ سینټکام ادعا وکړه: دغه یرغلیزې بې پایلوټه الوتکې په سیمه کښې د سمندري تګ راتګ لپاره سمدستي ګواښ وې.
د امریکا پوځ اعتراف وکړ چې د دوې ځواکونو د ایران په قشم جزیرې او ګروک کښې د ایران د ساحلي څارنې په ریډاري مرکزونو باندې حمله کړې ده.
د امریکا د پوځ او د حکومت لخوا د اوربند خلاف ورزۍ او دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت د ګواښلو ، بایکاټ لګولو او ورباندې د دباو راوستل په داسې حال کښې دي چې د ولسمشر ټرامپ حکومت له تهران سره یوې موافقې ته د رسیدا کوشش کوي.