-
اروپايي ټولنې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ
May 15, 2026 05:36په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ یوځل بیا پر نجونو او ښځوباندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو پراړتیا ټینګار کوي.
-
روسیه: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت پر غاړه واخلي
May 15, 2026 05:18د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، امریکا او متحدین یې باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسئولیت پر غاړه واخلي او ټینګار یې کړی چې له کابل سره د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیت بیا پیل، د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.
-
ننګرهار کې به په نږدې راتلونکې کې د ایران او افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهانو ګډه ناسته ترسره شي
May 15, 2026 05:01په جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید رضا پناه د ننګرهار ولایت اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد سره په ګډه ناسته کې وویل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو کارپوهانو او متخصصینو یوه ستره ډله به ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د ختیځو ولایتونو له سوداګرو او اقتصادي چارو له کارپوهانو سره ګډه ناسته ترسره کړي.
-
د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
May 15, 2026 04:51د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ايران له سفير عليرضا بيکدلي سره کتلي او د برېښنا انرژۍ، پانګونې او د ګډو همکاريو د پراختيا په اړه يې خبرې کړې دي.
-
عراقچي: راځئ چې د بدماشۍ په وړاندې مقاومت سره وښایو چې د دې تګلارو ځاې د تاریخ ډیران دی
May 14, 2026 16:48پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا د بدماشۍ په وړاندې مقاومت کول یوه نا اشنا جګړه نه ده.
-
د تایوان په هکله ټرمپ ته د چین د ولسمشر خبرداری؛ تیروتنه ونه کړې
May 14, 2026 14:44پارس ټوډی- د چین ولسمشر په بیجنګ کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کتنه کښې د تایوان جزیرې په هکله د واشنګټن د هر ډول تحرکاتو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل: هره غلطي د دواړو هیوادونو د مقابلې لامل ګرځیدې شي.
-
امریکایي رسنۍ: ایران لاهم د پام وړ توغندوي وړتیاوې لري/ د امریکا د تیلو زیرمې په کمېدو دي
May 14, 2026 14:08پارس تودی – د امریکا د جنګ پالو چارواکو منجمله د ټرمپ د ادعاو په خلاف، یوې امریکایي رسنۍ د محرمانه ارزونو له مخې، راپور ورکړ چي ایران لاهم د پام وړ توغندوي وړتیاو څخه برخمن دی.
-
د زورواکۍ پر وړاندې په مقاومت سره باید وښایو چې دغه چلندونه دې د تاریخ ټوکرۍ ته وسپارل شي
May 14, 2026 14:04پارس ټودي – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې په ګډه څرګنده کړو دغه ډول چلندونه باید د تاریخ د ګند ټوکرۍ ته وسپارل شي.
-
امریکایي اروا پوهان: ټرمپ باید ګوښه شي
May 14, 2026 13:52پارس تودی – په امریکا کې په لسګونو روان پوهانو او د نفسیاتي سلامتیا متخصصینو د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره، د دې هیواد ولسمشر ټرمپ یې یو سمدستي او څرګنده خطره وبلله او د ولسمشری له مقام څخه د هغه د ګوښه کېدو لپاره د بېړنیز اقدام غوښتونکي شول.
-
د ایران استازولی: فشار او زور د واشنګټن غیرقانوني اقداماتو ته مشروعیت نه ورکوي
May 14, 2026 13:49پارس تودی – په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازولی د هرمز تنګی په هکله د ایران ضد مسودې څخه د ملاتړو هیوادونو د شمېر د ښودلو لپاره د امریکا هڅه غولونکې او بې ځایه وبلله.