امریکایي اروا پوهان: ټرمپ باید ګوښه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172888-امریکایي_اروا_پوهان_ټرمپ_باید_ګوښه_شي
پارس تودی – په امریکا کې په لسګونو روان پوهانو او د نفسیاتي سلامتیا متخصصینو د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره، د دې هیواد ولسمشر ټرمپ یې یو سمدستي او څرګنده خطره وبلله او د ولسمشری له مقام څخه د هغه د ګوښه کېدو لپاره د بېړنیز اقدام غوښتونکي شول.
(last modified 2026-05-14T09:24:26+00:00 )
May 14, 2026 13:52 Asia/Kabul
  • امریکایي اروا پوهان: ټرمپ باید ګوښه شي

پارس تودی – په امریکا کې په لسګونو روان پوهانو او د نفسیاتي سلامتیا متخصصینو د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره، د دې هیواد ولسمشر ټرمپ یې یو سمدستي او څرګنده خطره وبلله او د ولسمشری له مقام څخه د هغه د ګوښه کېدو لپاره د بېړنیز اقدام غوښتونکي شول.

پارس تودی – په امریکا کې په لسګونو روان پوهانو او د نفسیاتي سلامتیا متخصصینو د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره، د دې هیواد ولسمشر ټرمپ یې یو سمدستي او څرګنده خطره وبلله او د ولسمشری له مقام څخه د هغه د ګوښه کېدو لپاره د بېړنیز اقدام غوښتونکي شول.

د پارس تودی له راپور سره سم، « په امریکا کې له ۳۰ زیاتو روان پوهانو او د نفسیاتو جګپورې ماهرینو یوه اعلامیه لاسلیک کړې ده چي په کښې ویل شوی دی ټرمپ له نفسیاتي پلوه ولسمشرۍ ته د دوام ورکولو صلاحیت نه لري او په ایټمي وسلو باندې د هغه انحصاري واک کولایشي ټولې نړۍ لپاره خطرناکه وي.

دغو داکټرانو، په شناختي فعالیت کې د پام وړ کمی ، په حساسو عمومي غونډو کې د خوبولي ښکاره حالتونو شتون، په قضاوت او د تکانې په کنټرول کې ناخوالې، د ځان کنټرول د لاسه ورکول، لوی باورونه یا خیالونه، له هر ډول تیروتنې څخه د برائت ادعاوې او د یوه الهي مامور په توګه د ځان انځورول د ټرمپ له اندېښمنوونکو ځانګړنو څخه بللې دي.