-
د ټرمپ په وړاندې د اروپا شاتګ، خپلې اډې امریکې ته په واک کې ورکوو
May 04, 2026 14:18پارس ټوډې - د ناټو سرمنشي اعلان وکړ چي اروپایي هیوادونه د امریکا د خفګان پیغام تر لاسه کړي او له ایران سره د شخړو د زیاتېدو په درشل کې، تیار دي امریکا ته خپلې فوځې اډې ورکړي او ترې لوجیسټیکي ملاتړ وکړي.
-
د حزب الله مبارزانو د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې ۱۱ عملیات ترسره کړي دي
May 04, 2026 12:55پارس ټوډې- د لبنان د حزب الله مبارز غورځنګ د اعلامیې له مخې،د مقاومت ځواکونو د ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو په کارولو سره د اسرائیلي تیریګرو عسکرو د غونډيدو پر ځايونو بریدونه کړي
-
د امریکا مشهور شناند: واشنګټن د ایران د سمندري کلابندۍ توان نلري
May 04, 2026 12:50پارس ټوډې- د امریکا مشهور شناندي «جیفري ساکس» وویل:امریکا د ایران د سمندري کلابندۍ وس نلري او بریالۍ نه کیږي.
-
امریکا د ایران پرضد جنګ سره ستره غلطۍ وکړه
May 04, 2026 10:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د شیکاګو پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو مشهور نظریه وړاندې کونکي «جان مرشایمر» په یو لړ څرګندونو کښې د ایران پرضد د امریکا پوځي تیریو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن د ایران پرضد د جنګ په پیلولو سره داسې غلطۍ وکړه چې د امریکا د خارجي سیاست په تاریخ کښې به د تر ټولو سترې غلطۍ په توګه ثبت شي.
-
په دریم تپلي جنګ کښې په ایران کښې د یولس ښوونځیو په کامل ډول تباه کیدل او د روزنې ۱۴۸۹ مرکزونو ته د جدي تاوانونو رسیدل
May 03, 2026 16:44پارس ټوډې- د ایران د ښوونځیو د پراختیا او د سمبالتیا ادارې مشر«حمید رضان خان محمدي» وویل: په دریم تپلي جنګ کښې د ایران یوزر او څلورسوه نهه اتیا ښوونځي او د روزنې مرکزونو د دښمانو د نیغ په نیغه حملو په وجه په جزيي او کلي ډول تاوانونه ولیدل او ړنګ شول.
-
کیوبا د امریکا د برید دړکې د پآیلو په هکله خبرداری ورکړ
May 03, 2026 13:10پارس ټوډې- په کوبا باندې برید هیڅ دلیل نه شي درلودلای ځکه چي دغه هیواد هیچا لپاره ګواښ نه دی رامینځته کړی.
-
ایران د امریکا وړاندیزونو ته چورلټ ځواب ورکړ
May 03, 2026 13:03پارس ټوډې- امریکا په خپل وړاندیز کې د دوو میاشتو اوربند غوښتنه کړې وه، خو ایران ټینګار کړی چې موضوعات باید د ۳۰ ورځو په موده کې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي او د اوربند د غځولو پر ځای باید پر بشپړ پای تمرکز وشي.
-
په غزې کې ټول ټال ۲۶۲ حبریال د وحشي صهیونیسټي عسکرو په لاس شهیدان شوي
May 03, 2026 12:55پارس ټوډې - د غزې د دولتي رسنیو دفتر دا هم ویلي چې درې خبریالان لا هم لادرکه دي او د دې بنسټ په وینا، د هغوی برخلیک لا هم نامعلوم دی.دغه رسنیز بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول کړنې د بشري حقونو د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده او کېدای شي د جګړې جرم وبلل شي.
-
افغانستان د پاکستان پر عامو وګړو هیڅکله هم کوم برید نه دی کړی
May 03, 2026 12:46پارس ټوډې -د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارر، په یوه تنده اعلامیه کې کابل تورن کړی و چې پر پاکستاني ملکي وګړو یې برید کړی، او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې مات شوي او له همدې امله د مخامخ مقابلې جرأت نه لري.
-
ایران د اماراتو په ځای د پاکستان بندرونه استعمالوي
May 03, 2026 12:33پارس ټوډې - د ایران او پاکستان ترمنیځ د تجارت ټاکلی هدف لس میلیارډ ډالر اعلان شوی دی . دغه بدلون په سیمې کې د ایران ټرانزیټي ځائيګی لا پیاوړی کولی شي.