-
امريکه د يوې بشري غميزې له لارې د انتقام لټونې په حال کښې ده
Mar 31, 2020 08:00د ايران د بهرنيو چارو وزير د کورونا وائرسو د خپرېدو له بشري غميزې څخه په استفادې سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملګرو د ټيم په انتقام لټونې، نفرت خپرونې او انتخاباتي ګټې اوچتونې نيوکه وکړه.
-
په ایران باندې لګیدلې بندیزونه دې ختم شي
Mar 30, 2020 08:16د پاکستان اهل سنت او اهل تشیع عالمانو په روانو کړکیچنو حالاتو کښې د امریکې د ایراني ضده بندیزونو په غندلو سره د هغو د سمدستي لغو کیدو غوښتنه وکړه.
-
افغانستان د کرونا ناروغانو د زیاتیدو له جدي ګواښ سره مخ دی
Mar 30, 2020 07:43د افغانستان د عامې روغتیا وزیر راتلونکې میاشت په افغانستان کښې د کرونا وایرس مثبتو پېښو د زیاتیدو خبر ورکړ.
-
د امریکې د نندارې کولو وخت تیر شوی دی
Mar 30, 2020 12:55د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې د کښیناستو او بدماشۍ پړاؤ تیر شوی دی، څرګنده کړه: اوس وخت رارسیدلی چې نړیواله ټولنه خپل حقیقي رول ولوبوي او د امریکې بې شرمانه او غیرقانوني بندیزونه ختم کړي.
-
د ډونالډ ټرمپ انکار د امریکا د خلکو د وژلې سبب شوی
Mar 30, 2020 00:31ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسي پیلوسي وویل د کورونا وایروس د خپریدا په پیل کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له دغه ناروغۍ انکار د امریکایانو د وژل کیدا په بیه تمام شوی دی .
-
کرونائي بحران د ایران د پوځ د پوهې د لوړتیالامل شوی
Mar 29, 2020 10:36تر دې دمه د ایران دڅه د پاسه اته پنځوس میلیون کسانو معاینه شوې ده چې په راتلونکو شپو ورځو کې به ددغو زحمت کونکو ډلو په وسیله د ایران درست ولس معاینه شي .
-
د ایران د بایکاټ د ختمولو لپاره د اتو هیوادونو لیک یو بې سارې اقدام دی
Mar 29, 2020 03:15د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایران خلاف بندیزونو د ختمولو لپاره د ملګرو ملتو سرمنشي ته د اتو هیوادونو له خوا لیک لیږل یو بې سارې کار وباله.
-
ایراني پوهاند د کرونا درمل جوړ کړل
Mar 29, 2020 03:13د ایران یو ساینس پوه او د پوهنتون استاد په ایران کښې د کرونا وایرس د درملنې د دارو د جوړیدو خبر ورکړ.
-
امریکا د کرونا په وړاندې بې وسه ده
Mar 29, 2020 03:03د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له کرونا وایرس سره مقابله به اوږده وي، وویل: د امریکې حکومت له دغه وایرس سره په مقابله کښې ناتوانه او بې وسه دی.
-
په ځینو آسیايي هیوادونو کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی
Mar 29, 2020 01:17په ټوله نړۍ کښې د کرونا د ناروغانو د شمیر له زیاتیدو سره هم هماله د پاکستان، سنګاپور، ازبکستان، سري لنکا او هندوستان په شمول په آسیايي هیوادونو کښې هم په دغه وایرس د ککړو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.