ایراني پوهاند د کرونا درمل جوړ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88954-ایراني_پوهاند_د_کرونا_درمل_جوړ_کړل
د ایران یو ساینس پوه او د پوهنتون استاد په ایران کښې د کرونا وایرس د درملنې د دارو د جوړیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2020 03:13 Asia/Kabul
  • ایراني پوهاند د کرونا درمل جوړ کړل

د ایران یو ساینس پوه او د پوهنتون استاد په ایران کښې د کرونا وایرس د درملنې د دارو د جوړیدو خبر ورکړ.

مسعود سلیماني ویلي: د کرونا وایرس درمل د بنیادي سلولونو په کارولو سره جوړ شوې دي داشان چې ډیرو ډاکټرانو په ګڼو ناروغانو باندې د یادو درملو له اثراتو رضامندي ښودلې ده.

دغه ایراني پوهاند زیاته کړه: د کرونا وایرس درمل په هغو ناروغانو باندې چې د دغې ناروغۍ په وړومبۍ مرحله کښې دي، د هغوي د درملنې په نسبت په دریو پړاؤنو کښې مثبت بلل شوې دي.

سلیماني څرګنده کړې چې دغه دارو له دریو نه تر شپږو ورځو په واټن سره د دریو پړاؤنو په چوکاټ کښې په کرونا وایرس د اخته ناروغانو درملنه کولې شي.