-
د ایران ولسمشر د عراقیانو د میلمه پالنې په وجه د عراق د وزیراعظم قدرونه وکړه
Sep 10, 2023 01:55د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د عراق وزیراعظم ته په ټیلیفون کولو سره، د حسیني اربعین د زیارتوالو د ښه کوربه توب او میلمستیا په وجه د دغه هیواد د حکومت او ولس مننه او قدرونه وکړه.
-
رئیسي د تکوانډو په آسیايي سیالیو کښې د ایراني ماشومانو د اتلولۍ مبارکي وویله
Sep 10, 2023 01:26د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې په لبنان کښې د آسیايي ماشومانو د تکوانډو د سیالیو په پنځم پړاؤ کښې د نجونو د ملي لوبډلې د اتلولۍ او د هلکانو د ملي ټیم د دویم مقام ګټلو مبارکي ورکړه.
-
لویدیځ هیوادونه د خبرو اترو له میز څخه تللي وو
Aug 29, 2023 11:45ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشرسید ابراهیم رئیسي وویل لویدیځ هیوادونه د خبرو اترو له میز څخه ولاړل او په ایران کښې د بلواګرو کسانو په ملاتړ کولو سره خپلو هدفونو ته د رسیدا هڅه یې کوله.
-
د ایران ولسمشر او د هند لومړي وزیر د افغانستان د مسئلې په اړه پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ
Aug 26, 2023 10:44د ایران ولسمشر او د هند لومړي وزیر د بریکس ګروپ د پنځلسمې غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او د ګډو همکاریو په ځانګړي ډول د چابهار بندر پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
-
په بریکس کې د ایران غړیتوب د امریکا له یو اړخیزتوب سره مخالفت دی
Aug 25, 2023 02:39د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په بریکس کې د ایران رسمي غړیتوب، د دغې ډلې د درېځونو د پیاوړي کېدو او د امریکا له یو اړخیزتوب سره مخالفت یاد کړ.
-
د امام خمیني (ره) له آرمانونو سره د ولسمشر او د حکومت د غړو د ژمنو نوي کول
Aug 22, 2023 09:59د دولت د اونۍ په درشل کې، د ایران د حکومت ولسمشر او غړو د حضرت امام خمیني (ره) په سپېڅلي زیارت کې په حضور سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي له آرمانونو سره خپله ژمنه تازه کړه.
-
د بشري حقوقي ادعا کونکي هیڅ قانون ته پاې بنده نه دي
Aug 19, 2023 09:37زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هیواد ته د پتیالیو د بیرته ستنیدا د کلیزې په مناسبت د اروپا له زندانونو څخه د ایران له تازه خوشي شوي ډيپلوماټ اسد الله اسدي سره د هغه په کور کښې په کتنې سره وویل د بشري حقوقو مدعیان هیڅ قانون ته پاې بنده نه دي.
-
ولسمشر رئیسي د خبریالانو د ورځې په درشل کې د ایران د راډیو او ټلویزیون د تولیداتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه
Aug 07, 2023 11:32د زمري د ۱۷مې نېټې د خبریالانو د ورځې په درشل کې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نن دوشنبه د ایران د راډیو او ټلویزون په نشراتي مرکز کې په حضور سره، د ملي رسنیو له خوا د تولید شویوآثارو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
-
د پاکستان په باجوړ کې د ترهګریزې چاودنې پراخه غندنه او د هغې شننه
Jul 31, 2023 13:51د پاکستان ولسمشر عارف علوي او د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډه کې ترهګریزه چاودنه وغندله.
-
د ایران ولسمشر د پاکستان له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه
Jul 31, 2023 09:20د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ترهګریزه چاودنه کې یو شمېر پاکستاني وګړو ته د مرګ ژوبلې له امله د پاکستان له حکومت او ملت سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.