د بشري حقوقي ادعا کونکي هیڅ قانون ته پاې بنده نه دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هیواد ته د پتیالیو د بیرته ستنیدا د کلیزې په مناسبت د اروپا له زندانونو څخه د ایران له تازه خوشي شوي ډيپلوماټ اسد الله اسدي سره د هغه په کور کښې په کتنې سره وویل د بشري حقوقو مدعیان هیڅ قانون ته پاې بنده نه دي.
ابراهیم رئیسي په دغه کتنې کښې چې په صمیمي فضا کښې وشوه د ایران د دغه ډيپلوماټ د خوشي کیدا د ازادۍ د مبارکۍ ویلو او په دغه سختې ازموینې کښې د هغه او د نوموړي د کورنۍ د بریالیتوب او د سرلوړۍ د غوښتلو په ترڅ کښې وویل د بشري حقوقو مدعیانو یوځل بیا وښودله چې هیڅ قانون ته پاې بنده نه دي او په بې مخینې او ښکاره خلاف ورزۍ کولو سره یې د ایران د ډيپلوماټ مصونیت او نړیوال قوانین ، ضوابط او اصول تر پښو لاندې کړل.
په اسټریا هیواد کښې د ایران د سفارت دریم سیکرټر اسد الله اسدي د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون په ۳۰ نیټه د صهیونیسټ رژیم په پلانونې او د ځینو لویدیځو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو په ملګرتیا سره په جرمني کښې ونیول شو او وروسته بیلجیم ته انتقال شو او په یوې سیاسي محکمې کښې په شل کاله زندان محکوم شو.
هغه له پینځه کاله زنداني کیدا وروسته ازاد شو.