-
د ایران او چین د سټراټیژیکو اړیکو پیاوړتیا اړینه ده
Jul 03, 2026 15:08پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر، محمدباقر قالیباف، د چین د ملي ولسي کانګرس له مرستیال «هه وي» سره وکتل او په دغې کتنې کې ئې د تهران او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیکو، سیاسي او پارلماني اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ملګرو امنیت شورا دې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي
Jul 03, 2026 12:43پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې پر جوړېدو نیوکه وکړه او وې ویل، امنیت شورا باید له هغو پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا پسې زیاتوي.
-
په هرمز تنګي کې به د امریکا هرډول لاسوهنې ته پریکنده ځواب ورکړو
Jul 02, 2026 16:17پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي په امنیتي چارو کې د هر ډول لاسوهنې یا هر ډول ګډوډوونکي اقدام مسؤلیت به د ایران د ملي حاکمیت پر ضد ګواښ وبلل شي او له چټک او پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.
-
د وحشی صهیونیسټي رژيم دړکو ته د اسلامی ایران کلک او جدي ځواب
Jul 02, 2026 12:32پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پر ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د سپکو ګواښونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست سردار سید مجید ابنالرضا
Jul 01, 2026 14:28پارس ټودې- د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست ووئيل؛ دفاعي توانمنئ به په ځاي ظرفیّتونو باندې په تکیې رسه پراختیا ومومي.
-
یو لبنانی استازی وائي؛د چوکاټ تړون باطل او بېاعتباره دی
Jul 01, 2026 13:41پارس ټوډې – د لبنان په پارلیمان کې د حزب الله فریکشن یوه غړي، د دغه هېواد د چارواکو له لورې له اسرائیلي رژیم سره د تړون د لاسلیکولو پر اقدام سختې نیوکې کړي او ویلي ئې دي چې «د چوکاټ تړون» باطل او بېاعتباره دی.
-
عرب لیکوال: امریکا او اسرائیل هېڅ تړون ته ژمن نه پاتې کېږي
Jul 01, 2026 12:58پارس ټوډې – یوه عرب لیکوال ویلي، تاریخ ثابته کړې چې امریکا او اسرائیل هغو ژمنو ته چې کوي یې، نه وفادار پاتې کېږي او نه هم پرې عمل کوي.
-
ډیموکراټه استازې: امریکا باید د اسرائیلو د نسلوژنې لپاره حتی یو سنټ هم مصرف نه کړي
Jul 01, 2026 11:17پارس ټوډی – د امریکا د کانګرس فلسطینۍ الاصله امریکایۍ استازې ویلي، هغه به د اسرائیلو لپاره د نږدې ۳.۳ میلیارده ډالرو پوځي مرستو د بندولو له طرحې ملاتړ وکړي او امریکا باید د اسرائیلو د نسلوژنې لپاره حتی یو سنټ هم مصرف نه کړي.
-
عراقچي د امریکا د کورني امنیت وزیر ته: ثابته مو کړه چې د یوې نړیوالې سیالۍ د کوربهتوب وړتیا نه لرئ
Jul 01, 2026 11:12پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د کورني امنیت د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، تاسو نړۍ ته ثابته کړه چې د یوې نړیوالې ورزشي سیالۍ د کوربتوب وړتیا نه لرئ.
-
واتیکان د جګړو او بندیزونو په اړه د اروپائي ټولنې پر دوهګوني چلند نیوکه وکړه
Jun 29, 2026 05:30پارس ټوډې – د کاتولیکې کلیسا د عقیدتي چارو د عالي ادارې مشر، د نړیوالو شخړو په اړه د اروپائي ټولنې پر دریځ نیوکه کړې او دغه ټولنه ئې د نړیوالو قوانینو په انتخابي پلي کولو تورنه کړې ده. هغه وویل، پر ځینو هېوادونو بندیزونه لګېږي، خو ځینو نورو ته، سره له دې چې بشري حقوق او ډیموکراسي تر پښو لاندې کوي، مالي او پوځي مرستې ورکول کېږي.