د ملګرو امنیت شورا دې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي
-
پارس ټوډې- په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازی امیر سعید ایرواني
پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې پر جوړېدو نیوکه وکړه او وې ویل، امنیت شورا باید له هغو پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا پسې زیاتوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د پنجشنبې په مازدیګر د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د امنیت شورا په غونډې کې، چې د بحرین په غوښتنه جوړه شوې وه، وویل:لومړیتوب باید د ایران او امریکا ترمینځ د تفاهملیک بشپړ عملي کول او د یوه هر اړخیز تړون د ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو دوام وي. امنیت شورا باید له دغه بهیره ملاتړ وکړي، د تفاهملیک بشپړ پلي کېدل وهڅوي او له هغو پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا زیاتوي.
ایرواني زیاته کړه: زه د امریکا متحده ایالاتو له لورې مطرح شوي بېبنسټه تورونه په کلکه ردم. د امریکا استازي یو ځل بیا د خپلو غیر قانوني یرغلګرو اقداماتو د توجیه لپاره په یوې بېوسه هڅې کې د ایران پر ضد دروغ او ناسم تبلیغات کوي.
هغه وویل: «حقایق روښانه دي. د ډیپلوماټیکو خبرو اترو په مینځ کې، امریکا د اسرائیلي رژیم ترڅنګ دوه ځله له ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ او پر ایران ئې دوه یرغلګر جنګونه وتپل چې دا د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده. دغه سرغړونې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.
ایرواني همدارنګه وویل: «زه د امنیت شورا د ځینو لوېدیځو غړو او د بحرین د استازي له لورې مطرح شوي بېبنسټه تورونه هم ردم. دوی د اوسني بحران اصلي لامل ته د پاملرنې پر ځای، د ایران پر ضد غیر قانوني یرغل له پامه غورځولی، د دغو جدي سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې شوي او هڅه کوي پړه پر قرباني شوي لوري واچوي. د دوي دوهګوڼی معیار او ریاکار چلند هغوی له دې بېبرخې کړي چې نورو ته نصیحت وکړي.