د طالبانو حکومت چارواکي وایي:
د اکتوبر۷مه دې په هېواد کې دتورې ورځې په توګه ونومول شي
د چارواکو پر وینا له دې ورځې د امریکا له لورې د افغانستان د اشغال بهیر پېل شو، چې دوه لسیزې یې دوام وکړ.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپتمبر پریوولسمه د امریکا پر نړیوال سوداګریز مرکزله بریدونو وروسته پر دغه مرکز د برید پړې ګوته افغانستان ته ونیول شوه .
امریکا د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن چې هغه مهال په افغانستان کې میشت وو د امریکا پرسوداګریز مرکز د برید مسول وګاڼه اود هغه وخت د طالبانو واکمن مشر ملاعمر څخه یې امریکا ته د بن لادن د سپارلو پرله پسې غوښتنې وکړې، چې د هغه له لورې د نه ځواب په ویلو سره امریکا ۲۶ ورځې وروسته د اکتوبرپر ۷مه پرافغانستان له نړیوال تروریزم سره د مبارزې تر نامه لاندې زمکني اوهوایي بریدونه پېل کړل او پلې ځواکونه یې هم دې هیواد ته راواستول، او په دې توګه د افغانستان داشغال او لاندې کولو پروسه پېل شوه چې شل کاله یې دوام وکړ.
د طالبانو داطلاعاتواو کلتور وزارت د خپرونو معین حیات الله مهاجر فراهي وایي، دا ورځ باید د افغانستان په تاریخ کې د تورې ورځې په توګه ونومول شي.
هغه وایي، له همدې ورځې په افغانستان کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو، ځورولو او بې کوره کولو بهیر پېل شو، فراهي وویل، د امریکا اشغالګروځواکونو په دې شلوکالو کې پر افغانانو ډول ډول ظلمونه وکړل خو په پایله کې د همدغو تش لاسو افغانانو د جهاد او مقاومت له برکته د امپراتوریو په دې هدیره کې ماتې وخوړه اوپه ځوړند سرله افغانستان نه ووته.
امریکا په افغانستان کې د خپلو شل کلن شتون پر مهال د خپلو هر ډول پرمختللو وسلو په ازمویلو سره پر ملکي ګړو شپنې چاپې، هوایي بمبارۍ او نور بېلابېل ظلمونه ترسره کړل.
د سهیلي ولایت کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د امریکايي اشغالګرو له لورې بمبارۍ لسګونوکسانوته، چې ډیری یی ښځې او ماشومان وو اوښتې مرګ ژوبله له ۲۵کالو په تیریدو سره اوس هم د خلکو له یاد ه نه ده وتلې.
دوې د بشري حقونو له نړیوالوسازمانونو غواړي چې په دې پیښه کې چې د دوې پر وینا دا ډول ظلم د نړۍ په هیڅ ګوټ کې اوان کربلا کې هم نه دی شوی.
د نیمروز ،غزني، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي، چې د امریکایی اشغالګرو د ظلمونوعیني شاهدان دی وایي، امریکایان د افغانستان دمظلوم ولس ازارووهل او په ټیټو سترګو له دې هېواد نه ووتل.
د معلوماتو له مخې امریکا په افغانستان کې د امریکا د اشغالګروځواکونو دشتون پرمهال له درې زرو زیات اشغالګر ووژل شول اوزرګونه نور ژوبل شول.