-
په ناروې کې له لویدیځوالو سره دطالبانو خبرې دوام لري
Jan 25, 2022 01:11د ملګروملتو اړونده ادارو وئيلي دي ، دافغانستان کابو ۲۳میلیون خلک د لوږې اوقخطۍ له ګواښ سره مخ دي او دغو اورګانونو په روان میلادي کال کې ددغه انساني ناؤرین د ارزونې لپاره د څلور اعشاریه څلور میلیارډډالرو دمرستو غوښتنه کړې ده .
-
ناروې ته به د طالبانو دموقته حکومت دپلاوي سفر څه بریا ولری ؟په هینداره کې ئې له شناندو آورو
Jan 24, 2022 12:57په افغانستان کې د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ اروپا ته د طالباني حکومت د پلاوي د سفر په باب د افغانستان د سټراټژيکو مطالعاتو د ادارې مشر غلام جیلاني ځواک او د سیمې د چارو یو کارپوه او شناندی یوسف آمین ځاځئ خپل نظرونه داسې بیانوي .
-
د امریکا بندیزونو خپل کارندوالی له لاسه ورکړی دی
Jan 23, 2022 11:23د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ ، سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک او دغه راز د چین او روسیې د سمندري ځواکونو په سطحي او هوائي کنډکونو په شتون سره د ۲۰۲۲کال دسمندري امنیت دکمربند مرکبه مانوره ، دهند سمندر په شمالي برخو کې دتیرې جمعې په ورځې ترسره شوه .
-
د طالبانوحکومتي پلاوی ناروې ته ورسید
Jan 23, 2022 09:08ټاکل شوې د طالبانو د موقته حکومت چارواکي د ناروې او یوشمیر اورپائي هیوادونو له چارواکو او استازو سره د افغانستان د موضوع او د بشری حقوقو او انساني وضعیّت په باب لیده کاته وکړي .
-
ملګرو ملتو په افغانستان کښې د انساني حالاتو اندیښنه وښودله
Jan 22, 2022 11:52د ملګرو ملتو د کډوالو لوړې کمشنرۍ د افغانستان له حالاتو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: په دغه هیواد کښې میلیونونه کسان له انساني غمیزې سره مخامخ دي
-
د ایران په ضددې بندیزونه سملاسي لغوه شي
Jan 18, 2022 01:56چین د ایران په داخلی چارو کې دڅرګندې لاسوهنې او دبشری حقوقو په زمینې کې له سیاسی لاسوهنې سره سخت مخالف دی .
-
په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې خبرې اترې اوج ته رسیدلي دي
Jan 18, 2022 01:47د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده پرون خبریالانو ته د ویانا دخبرواترو په باب وئيلی دي ، دویانا په خبرواترو کې ځيني مهمې موضوعګانې باقي پاتې دي چې دخاصو سیاسی فیصلو په تیره بیا د امریکا ئي لوري له خوا سملاسي فیصلو ته اړتیا لري .
-
نېټو ته د پيوټن نوے خبردارے
Jan 16, 2022 12:44د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن پرون د خالي په ورځ د روسيې ټيلي ويژن له وړومبي چېنل سره په مرکه کښې ختيځ ته د نېټو د پراختيا او له نېټو او امريکې سره د روسيې د خبرو اترو په اړه وويل: په دې اړه د ماسکو د شاتګ لپاره څه ځاے موجود نه دے. هغه خبردارے ورکړ چې د کرېملېن ماڼۍ خاص ساعت د روسيې د وړانديز د ورځو د شمېر ښودنه کوي.
-
په ویانا کې د موقتي موافقې بحث د ایران په سیاست کې هیڅ ځاي نه لري
Jan 13, 2022 12:43د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې خبرواترو اتم پړاؤ د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه د مرستیال خارجه وزیرانو په سویه په ویانا کې پیل شوي او وئیل کیږي ، چې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دي .
-
په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې خبرې اوج ته په رسیدا دي
Jan 11, 2022 01:24د ایران اسلامی جمهوریت مسئولانو په کرتو وئیلي دي،په ویانا کې د کومې موافقې په بڼه کې په پیل کې باید د نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کونکی لوری بندیزونه لغوه کړي او له تائيدیدا وروسته به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې دایران ژمنتیاوې هم بیرته ترسره شي .