د ایران په ضددې بندیزونه سملاسي لغوه  شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111154-د_ایران_په_ضددې_بندیزونه_سملاسي_لغوه_شي
چین  د  ایران په داخلی چارو کې  دڅرګندې لاسوهنې او دبشری حقوقو په زمینې کې  له سیاسی لاسوهنې سره سخت مخالف دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2022 01:56 Asia/Kabul
  • د ایران په ضددې بندیزونه سملاسي لغوه  شي

چین  د  ایران په داخلی چارو کې  دڅرګندې لاسوهنې او دبشری حقوقو په زمینې کې  له سیاسی لاسوهنې سره سخت مخالف دی .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د چین د خارجه وزارت ویندوي ژائولی جیان بیګا په خبری کنفرانس کې د ایران په  ضد دبندیزونو  دلغوه کولو غوښتنه کړې او  روښانه ئې کړې ده ،  چین  له ایران  د جامع سټراټژيک مشارکت ددایمي ژورتیا  او د یوه نوي پنځوس کلن پړاؤ د پرانیستو  لپاره له ایران سره  ملګرتیا ته تیار دی . 

 د چین د خارجه وزارت ویندوي  د ویانا دخبرواترو په باب هم ووئیل ،  چین په چورلټ ډول  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د پابند کیدا لپاره د  خبرواترو له بهیره ملاتړ کوي  او   په ورپسې خبرواترو کې به  رغنده ګډون ته دوام ورکړ ي.

 ژائو لي جیان  دغه راز ووئيل ،  چین  د  ایران په داخلی چارو کې  دڅرګندې لاسوهنې او دبشری حقوقو په زمینې کې  له سیاسی لاسوهنې سره سخت مخالف دی .

 هغه هیله ښودلې ، درست لوري  پر مشکلاتو غلبه وکړي او  په یوې سمې لارې کې سره کار وکړي  او  د سیاسی او ډيپلوماټيک حل لارې پرمختګ ته  پابنده ووسي .

  هغه  دغه راز  له یو اړخیزو او سرزورو اقداماتو سره  دګډې مقابلې لپاره  د بیجینګ  تهران  پر ملګرتیا یو ځل بیا ټينګار وکړ.