-
د مسلمانانو پر ضد د نوه ائتلاف د جوړېدو په اړه د نتانیاهو د اعلان تر شا حقیقت څه دی؟
Feb 25, 2026 01:37نتن یاهو د هند د لومړي وزیر تل ابیب ته د نږدې سفر د اعلان پر مهال وویل چې دا مقابله د پراخو سټراټیژیکو مشارکتونو پر بنسټ ولاړه ده، چې له امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو پیلېږي او له منځني ختیځ هاخوا جغرافیائي پراخوالی مومي، څو د سیمې او شاوخوا فعال هېوادونه پکې راګیر کړي او د هغه په وینا «ګډو ګواښونو» ته د مقابلې اړتیاوې پوره کړي.
-
د سپاه پاسداران په ضدد اروپائي اتحادئې د اقدام په ضد د ایران غوڅ غبرګون
Feb 22, 2026 11:01پارس ټودې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اروپائي اتحادئې د غیرقانوني اقدام په ځواب کې، چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري او هوایي ځواکونه ئې ترهګر او رګانونه اعلان کړي، د ټولو اروپائي هېوادونو سمندري او هوائي ځواکونه ئې د ترهګرو اورګانونو په توګه وبلل.
-
د ایران د سمندري ځواک قوماندان: سمندري پایداره امنیت په سیمه ایز پیوستون سره ترلاسه کېږي
Feb 21, 2026 11:35پارس ټوډې- د ایران د سمندري ځواک قوماندان له خپل هندي سیال سره په لیدنه کې ټینګار وکړ: سمندري پایداره امنیت یوازې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ او پیوستون سره تضمین کېږي.
-
په اټومي خبرو کې د ایران له مشروع حقونو د روسیې ملاتړ
Feb 21, 2026 10:49پارس ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په ټلفوني اړیکه کې د ایران د مشروع حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
مکرون: د بیان ازادي "بی معنی " ده
Feb 20, 2026 12:33پارس ټوډې - د فرانسې د ولسمشر له نظره د الګوریتمونوله روڼتیا پرته د بیان ازادي "بشپړ بې معنی" ده او د آنلاین خبرو اترو د لارښوونې میکانیزم باید روښانه شي.
-
د انرژۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د ایران او روسیې د همکاریو ۱۳ برابره زیاتوالی
Feb 19, 2026 21:49پارسټوډې – د روسیې د انرژۍ وزیر اعلان وکړ چې د ایران او روسیې ګډې پروژې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېر کال په پرتله ۱۳ برابره زیاتې بریالۍ وې، او همکارۍ په اټومي انرژۍ، ټرانسپورټ او کرنې برخو کې دوام لري.
-
په غزه کې د امریکا د ۵۰۰۰ کسانو پوځي اډې طرحه افشا شوه
Feb 19, 2026 21:28پارسټوډې – ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ دولت د “غزې د سولې شورا” په نوم د یوې طرحې له مخې د غزې په جنوب کې د ۵۰۰۰ کسیزې پوځي اډې د جوړولو پلان تر څېړنې لاندې نیولی دی.
-
اروپايي اتحادیه په اوکراین کښې موافقې ته د رسیدا لپاره هیڅ معلوم وړاندیز نلري
Feb 18, 2026 06:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د روسیې سفیر «الیکسي میشکوف»په دې خبرې سره چې ماسکو په ځلونو ویلي دي له اروپايي اتحادیې سره د تماس ورونه نه بندوي ټینګار وکړ: خو د دغه اتحادیې غړیو تراوسه په اوکراین کښې د کړکیچ د حل کولو او یوې موافقې ته د رسیدا لپاره هیڅ معلوم وړاندیز نه دی ورکړی.
-
چین او روسیه ایران سره په ګډه په هرمز تنګي کې مانوره ترسره کوي
Feb 18, 2026 01:41د روسیې د ولسمشر مرستیال په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې چې په فارس خلیج کې د امریکايي سمندري ځواک په شتون پسې روسیه او چین له ایران سره ګډه سمندري مانوره کوي
-
اروپا په امریکا باندې د پوځي اړوندوالي د کمولو هڅه کوي
Feb 16, 2026 01:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی تیر کال سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرامپ له بیرته ستنیدا وروسته د اټلانټیک ورهاخوا اړیکې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي او د ګرینلینډ د نیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ترامپ له هڅې وروسته د ناټو اتحاد له لارې د اروپا ساتنې ته د واشنګټن د ژمنې په هکله د اروپایانو شکونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي.