پر حیفا تیلو چڼځای باندې د ایراني توغندیو سخت ګوزارونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171554-پر_حیفا_تیلو_چڼځای_باندې_د_ایراني_توغندیو_سخت_ګوزارونه
پارس ټوډې – د حیفا تیلو چاڼځای باندې د ایران د بریالي توغندیزو عملیاتو له امله پراخ زیانونه اوښتي دي.
(last modified 2026-03-21T11:57:50+00:00 )
Mar 21, 2026 16:25 Asia/Kabul
  • پر حیفا تیلو چڼځای باندې د ایراني توغندیو سخت ګوزارونه

پارس ټوډې – د حیفا تیلو چاڼځای باندې د ایران د بریالي توغندیزو عملیاتو له امله پراخ زیانونه اوښتي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ په نیواکي سېمو کې د حیفا د تیلو چڼځای شرکت اعلان وکړ چې په دې چڼځای کې د ایران د توغندیز برید له امله اورلګېدنې ۶ میلیونه د رژیم د پیسو په اندازې زیان اړولی دی.

همدارنګه راپور شوی چې په حیفا کې د ایراني تواغندیو د لګېدو له امله اورلګېدنه همدارنګه دوام لري.

په حیفا کې د بازان تیلو چڼځای هم اعلان کړی چې د ایران له توغندیز برید وروسته، له سختو زیانونو سره مخ شوی دی.

له بلې خوا، د هاآرتص ورځپاڼې منلې چې ایران او د لبنان حزب الله د نیواکي سېمو پر وړاندې ۱۲۰۰ توغندي توغولي دي.