-
عراقچي: د اسلامآباد تفاهملیک هېڅکله هم تر دې حده وروستي کېدو ته نږدې نه وو
Jun 13, 2026 06:49پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټولنیزه شبکه کې ولیکل: د اسلامآباد تفاهملیک هېڅکله هم تر دې حده وروستي کېدو ته نږدې نه وو.
-
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۳ میلیونه سوري وګړي او کابو۳ میلیونه افغانان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي
Jun 12, 2026 13:23د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته کابو ۱.۳ میلیونه سوري وګړي خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
-
ملګري ملتونه :د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو کې نجونې او ښځې تر نورو زیاتې زیانمنې شوي
Jun 12, 2026 12:37ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې نجونې او ښځې ترنورو زیاتې زیانمنې شوي دي.
-
ذبیحالله مجاهد: د پاکستان په بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي دي
Jun 10, 2026 07:46د طالبانو ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي.
-
د افغانستان په سوېل او ختیځ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شول
Jun 10, 2026 06:34رسنیو د چهارشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې راپور ورکړی چې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په سوېلي او ختیځو سیمو کې پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
-
د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ټاکل
Jun 07, 2026 11:52پارس ټوډې – د ایران د کورنیو چارو وزیر د ایران او پاکستان د ورورولۍ اړیکو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې دواړو هېوادونو د اقتصادي راکړو ورکړو د کچې د ۱۰ میلیارد ډالرو ته د لوړولو په اړه هوکړه کړې ده.
-
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
Jun 05, 2026 14:39په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.
-
اروپايي ټولنې پاکستان ته: افغانستان سره د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي بریدونه
Jun 02, 2026 15:02په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اونیو نښتې "جدي بشري پایلې لري او بي ثباتي او افراطیت ته لمن وهي."
-
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئوله سبا پاکستان ته سفر کوي
May 31, 2026 15:09د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئوله او د دغې ټولنې د کمېسیون مرستیاله، کایا کالاس د پاکستان او اروپايي ټولنې د سټراټېژیکو خبرو اترو په اتمه غونډه کې د ګډون په موخه سبا اسلاماباد ته سفر کوي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان: له تنباکو د افغانانو ژغورل یو ګډ مسئولیت دی
May 31, 2026 14:37په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان، «د تنباکو د نه کارولو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د تنباکو له کارولو د افغانستان د خلکو ژغورل او خوندیتوب یو ګډ مسئولیت دی.