د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئوله سبا پاکستان ته سفر کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i173602-د_اروپايي_ټولنې_د_بهرني_سیاست_مسئوله_سبا_پاکستان_ته_سفر_کوي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئوله او د دغې ټولنې د کمېسیون مرستیاله، کایا کالاس د پاکستان او اروپايي ټولنې د سټراټېژیکو خبرو اترو په اتمه غونډه کې د ګډون په موخه سبا اسلام‌اباد ته سفر کوي.
(last modified 2026-05-31T10:43:18+00:00 )
May 31, 2026 15:09 Asia/Kabul
  • د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئوله سبا پاکستان ته سفر کوي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئوله او د دغې ټولنې د کمېسیون مرستیاله، کایا کالاس د پاکستان او اروپايي ټولنې د سټراټېژیکو خبرو اترو په اتمه غونډه کې د ګډون په موخه سبا اسلام‌اباد ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۳۱مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغه سفر کې به کایا کالاس او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په ګډه د پاکستان او اروپايي ټولنې د سټراټېژیکو خبرو اترو د اتمې غونډې مشري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد او اروپايي ټولنې سټراټېژیکې خبرې اترې د دواړو لورو ترمنځ د رسمي سلامشورو او جوړښتي خبرو اترو تر ټولو لوړه کچه بللې ده.

د دغه وزارت د اعلان پر بنسټ، کایا کالاس به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.

کایا کالاس په داسې حال کې اسلام‌اباد ته سفر کوي چې پاکستان په وروستیو اونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کړی او هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره یوه هوکړه لاسلیک شي.