-
د طالبانو حکومت سرچينې وايي سپین بولدک ته نږدې یې پر پاکستانۍ پوسته غچ اخيستونکی برید کړی
Apr 27, 2026 11:49زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په سوېل کې د طالبانو حکومت سرچينې وايي د کندهار ولایت اړوند سپين بولدک ته څېرمه یې د پاکستان پر یوه پوسته له هغه وروسته غچ اخيستونکی برید وکړ چې د دوی په وینا د پاکستان پوځ له خوا افغان لوری ته يو ماشوم په ډزو ووژل شو.
-
د کابل په لوېدیځه کې د ناامنیو د زیاتېدو د امله د افغانستان د اهل تشیع کمیسیون غونډه وکړه
Apr 27, 2026 11:22د تسنیم له راپور سره سم، په دې وروستیو کې د کابل په شیعه میشتو سیمو کې، ناامنۍ او جنایي پېښې زیاتې شوې دي
-
جینوا کې د ایران سفیر: موږ جګړه نه کوو، بلکې له خپل هېواده دفاع کوو
Apr 25, 2026 15:36د پارس ټوډې - په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ایران دایمي استازي او سفیر علي بحریني، د بيبيسي سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو تر کومه وخته جګړې ته دوام ورکوئ؟ وویل: دا پوښتنه باید له امریکا څخه وشي، ځکه هماغه هېواد جګړه پیل کړې ده. موږ جګړه نه کوو، موږ له خپل هېواده دفاع کوو، او دفاع پای نه لري.
-
طالبان: افغان کډوال دې د کانګو پرځاې خپل هیواد غوره کړي
Apr 25, 2026 15:33طالبانو هغو افعان کډوالو ته چې امریکا یې کانګرو ته د لیږلو نیت لري، ویلي چې په ډاډه زړه دې خپل هیواد ته راستانه شي.
-
برني سنډرز د امریکې له خوا کانګو ته د افغان کډوالو په لیږلو نیوکه وکړه
Apr 25, 2026 15:27امریکایي سناټور کانګو ته د افغان کډوالو د لیږلو لپاره د ټرمپ د حکومت په اقدام باندې نیوکه کړې ده.
-
پاپ لئو د ایران پرضد په جنګ باندې بیا نیوکه وکړه
Apr 25, 2026 14:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو د افریقا لوې وچې ته د خپل سفر په بهیر کښې په ده باندې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سختو نیوکو سره سره یوځل بیا د ایران پرضد په جنګ نیوکه وکړه.
-
د اروپايي اتحادیې مسوولې د ایران پرضد بې منطقه خبرې وکړې
Apr 25, 2026 14:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاګانو په تکرارولو او د ایران د دفاعي توان پرضد د بې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو سره ادعا وکړه دغه اتحادیه کولای شي له تهران سره د ډيپلوماسۍ په بهیر کښې رول ولوبوي.
-
د امریکا د ولسمشر ټرامپ په حکومت کښې اختلاف زیات شوی او حکومتي چارواکي له کارونو لیرې کیږي
Apr 25, 2026 14:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په داسې حال کښې چې امریکا په ایران اسلامي جمهوریت باندې د تیري په جبۍ کښې ښکیله شوې ده او د امریکا ځانمنه ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ځلونو د ایران په چارواکو کښې د درز او د اختلاف ادعا کړې ده خو د روان میلادي کال له پیل راهسې ټرامپ درې وزیران بدل کړي دي او څو لوړرتبه پوځي او حکومتي چارواکي یې د اختلافاتو د لرلو او شاید د حکم د نه منلو په وجه له خپلو کارونو لیرې کړي دي.
-
د حزب الله بې وسلې کول، له لبنان څخه د قدرت د سلبولو او د سلطې د تپلو لپاره صهیونیسټي دسیسه ده
Apr 25, 2026 14:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «محمد الفرح»ټینګار وکړ د لبنان د حزب الله غورځنګ د بې وسلې کولو لپاره غوښتنې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ګډې پروژې په چوکاټ کښې دي چې هدف یې د قدرت له مولفې څخه د لبنان او د فلسطین محرومول او له هیڅ ډول دفاع پرته په سیمه کښې د نویو واقعیتونو د تپلو لپاره د د ښمن لپاره د لارې خلاصول دي.
-
روسي پوځي کارپوه: د ایران ۳۰ میلیونه جان فدا کسان کولی شي امریکا ماته کړي
Apr 25, 2026 14:14ډګروال سدلان آرتیکوویچ کانچيبایف په مسکو کې له ایرنا سره په خبرو کې وویل: د هغو تجربو پر بنسټ چې ما د افغانستان په څېر سیمو کې د امریکایانو د حضور له څېړنې ترلاسه کړي، ویلی شم چې که د ایران په څېر د یو هېواد خلک یو موټی شي، نو بې له شکه به امریکا د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې ناکامه کړي.