۱۴ ماده‌ییز تفاهم‌لیک د امریکا لپاره حقیقي ماتې وهر
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174376-۱۴_ماده_ییز_تفاهم_لیک_د_امریکا_لپاره_حقیقي_ماتې_وهر
پارس ټوډې – د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي چې ۱۴ ماده‌ییز تفاهم‌لیک د امریکا لپاره یوه ریښتینې ماتې وه.
(last modified 2026-06-20T00:59:39+00:00 )
Jun 20, 2026 05:26 Asia/Kabul
  •   ۱۴ ماده‌ییز تفاهم‌لیک د امریکا لپاره حقیقي ماتې وهر

پارس ټوډې – د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي چې ۱۴ ماده‌ییز تفاهم‌لیک د امریکا لپاره یوه ریښتینې ماتې وه.

پارس ټوډې د مهر خبري آژانس  له قوله راپور ورکړی  بولټونله بلونبرګ  Bloomberg ټيلیویژني چینل سره په مرکې کې د ایران او امریکا ترمنځ د ۱۴ مادو تفاهم‌لیک په اړه وویل:«دا د متحده ایالاتو لپاره یوه حقیقي او ریښتیني  ماته ده.

هغه زیاته کړه: دا موضوع د امریکا لپاره یوه ستره ناهیلي کوونکې پېښه وه او متحده ایالات ئې له حقیقي  ماتې سره مخ کړل.

بولټون وویل: مونږ (پر ایران د امریکا د غیرقانوني برید پر مهال) ځینې پوځي بریاوې لرلې، خو وروسته مو ځان په هغه جال کې بند وموند چې ټرمپ جوړ کړی و، ځکه ایرانیانو پرېکړه وکړه چې هرمز تنګی وتړي. لا هم معلومه نه ده چې دا تفاهم به په بنسټیز ډول  هرمز تنګی بېرته پرانیزي که نه . ښائي دا تفاهم په امریکا کې د ټرمپ لپاره ګټوَر وي، خو په نړیواله کچه ئې اوږدمهاله پایلې ناخوښې دي.

هغه همدارنګه وویل: کله چې د ایران د بندرونو پر ضد د امریکا غیرقانوني کلابندي  لیرې شي، د تیلو د پلور پیسې به ایران ته ورسېږي او هغوی به خپلې توانمنئ  پیاوړي کړي. زه هېڅ شک نه لرم چې د ایران کنګل شوې شتمنۍ به هم بېرته دغه هېواد ته ستنې شي.