-
په روسیې کې د ایران سفیر: بریکس د نړیوالې انرژۍ په امنیت کې ټاکونکی رول لري
Jun 07, 2026 12:12پارس ټوډې – په روسیې کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د وروستیو کلونو بدلونونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د نړۍ د انرژۍ امنیت تر ډېره د نړیوال جنوب په هېوادونو، په ځانګړي ډول د بریکس د غړو هېوادونو له خوا ټاکل کېږي او دغه هېوادونه په دې ډګر کې مهم او ټاکونکی رول لري.
-
د فلسطین پلویانو صهیونیسټي رژیم ته د جرمني د وسلو پر صادراتو اعتراض وکړ
Jun 07, 2026 12:00پارس ټوډې – د فلسطین ملاتړو فعالانو په مونیخ او اونا ښارونو کې د اعتراضونو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټي رژیم له پوځ سره د جرمني پر ملاتړ او دغه رژیم ته د وسلو پر صادراتو نیوکه وکړه.
-
د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ټاکل
Jun 07, 2026 11:52پارس ټوډې – د ایران د کورنیو چارو وزیر د ایران او پاکستان د ورورولۍ اړیکو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې دواړو هېوادونو د اقتصادي راکړو ورکړو د کچې د ۱۰ میلیارد ډالرو ته د لوړولو په اړه هوکړه کړې ده.
-
سنډرز له امریکا څخه د پوځي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د نتانیاهو له نوې تګلارې سره مخالفت وکړ
Jun 07, 2026 11:43پارس ټوډې – د امریکا د ورمونټ ایالت خپلواک سناتور اعلان کړی چې هغه به له هغه قانون سره مخالفت وکړي چې دا مهال په کانګرس کې تر بحث لاندې دی او د امریکا په پوځي ـ صنعتي جوړښت کې د اسرائیلو نفوذ زیاتوي.
-
د بلجیم پوهنتونوالو له صهیونیسټي رژیم سره د علمي اړیکو د پرې کولو غوښتنه وکړه
Jun 07, 2026 11:36پارس ټوډې – په بلجیم کې نږدې ۵۰۰۰ د پوهنتون استادانو، محصلینو او د پوهنتونونو کارکوونکو په یوه پرانیستي لیک کې له علمي مرکزونو غوښتي چې له صهیونیسټي رژیم سره د همکارۍ ټول ډولونه ودروي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې د صهیونیسټانو د بریدونو له امله ۴۵ شهیدان او ټپیان
Jun 07, 2026 11:30پارس ټوډې – د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د لبنان په بېلابېلو جنوبي سیمو کې ۱۴ کسان شهیدان او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
-
د غېږنیونې نړیوالې اتحادیې د رنکینګ سیالۍ؛ د ایران استازو دوه د سرو او برونزو مډالونه وګټل
Jun 07, 2026 11:17پارس ټوډې – د ایران د ازادې غېږنیونې دوه استازي، محمد نخودي او ابوالفضل رحماني، د غېږنیونې نړیوالې اتحادیې د رنکینګ په سیالیو کې د سرو زرو او برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
Jun 07, 2026 05:54ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه په دوو ورځو کې خپله فصلي غونډه دایره کړي.
-
کرزي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي بورسونو هرکلی وکړ
Jun 07, 2026 05:51د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له لوري افغان نجونو ته د لوړو زدهکړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.
-
د فائو استازی: د کرنې په برخه کې د بریکس همکاري د نړیوالې سوداګرۍ راتلونکی مسیر ټاکي
Jun 06, 2026 17:31پارس ټوډې – د روسیې له فدراسیون سره د فائو د اړیکو دفتر رئیس ټینګار وکړ چې د بریکس غړو هېوادونو همکاري د کرنې او خوړو په سکټور کې د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ په راتلونکي کې ټاکونکی رول لري.