د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173864-د_ملګرو_ملتونو_امنیت_شورا_د_افغانستان_په_اړه_غونډه_کوي
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه په دوو ورځو کې خپله فصلي غونډه دایره کړي.
(last modified 2026-06-07T01:25:48+00:00 )
Jun 07, 2026 05:54 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه په دوو ورځو کې خپله فصلي غونډه دایره کړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان وروستي سیاسي، امنیتي، بشري او د بشري حقونو وضعیت وڅېړل شي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندویه ماموریت سرپرست مشره،  جورجیت ګنون Georgette Gagnon، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري همغږي کوونکی Adam اډم ابډیلمولاAbdelmoula او د افغان مدني ټولنې یو استازی د شورا غړو ته معلومات وړاندې کوي.

امنیت شورا ویلي چې له علني غونډې وروسته به د غړو ترمنځ غیرعلني سلا مشورې هم ترسره شي.

شنونکي وايي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د بشري حقونو، اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او بشري وضعیت په اړه راپورونه وړاندې شي، خو تر اوسه د افغانستان په اړه د شورا ډېری پرېکړې عملي پایلې نه دي لرلې.

امنیت شورا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په منظم ډول هر درې میاشتې وروسته د افغانستان په اړه غونډې جوړوي.