-
د یمن انصارالله او د عراق اسلامی مقاومت په صیهونیسټ رژیم سختې حملې وکړې
Sep 27, 2024 12:22پر تل ابیب د یمن د توغندي له حملې وروسته له دوو میلیونو زیات صهیونیسټان پناه ځایونو ته ورغلل او د بن ګوریون د هوایی ډګر فعالیت وځنډول شو.
-
په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو
Sep 27, 2024 12:10لندن کې د افغانستان سفارت نن وروسته له هغه وتړل شو چې په کابل کې د طالبانو حکومت د پخواني حکومت له ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره اړیکې پرې کړې او د بریتانیا په شمول یې په څه باندې لسو هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه بې اعتباره اعلان کړل.
-
ننګرهار کې د سېلاب راوتلو له کبله درې کسانو ژوند بایللی
Sep 27, 2024 12:04په ننګرهار کې د سېلاب راوتلو له کبله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
-
ایران: امریکا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلي ملاتړې او شریکه ده
Sep 27, 2024 11:30د ایران د خارجه وزارت ویندوی امریکا د فلسطینیانو د نسل وژنې او د لبنان د ملت په خلاف په روانو جنایتونو کښې د صهیونیسټی رژیم د جنګی جنایتونو ترټولو مهم ملګری وباله.
-
د کرمې په بېلابېلو سیمو کې له یوې اونۍ راهیسې قباییلو ترمنځ نښتې روانې دي
Sep 27, 2024 11:18ویل کیږی چی له افغانستانه هم د جګړې لپاره یو ستر لښکر رااروان وو چی په لاره کی پرې د خپل هاوان ګولۍ چاودې شوی چی پکې ۱۷ کسان وژل شوي دي او دغه لښکر بیرته افغانستان ته ستون شوی دی .
-
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال له نړیوال جام سره د افغانستان خدای په اماني
Sep 27, 2024 02:51د افغانستان د فوټسال ملې لوبډلې په ازبکستان کې د دوزه څلورویشتم کال له نړیوال جام سره، خدای په اماني وکړه.
-
په زابل کې د توري بند د یو شمېر چارواکو په حضور کې پرانیستل شو
Sep 27, 2024 02:48دغه بند د یوسلو اووه ویشت میلیونه افغانیو په لګښت سره، د ملي پراختیايي شرکت له خوا جوړ شوی دی.
-
د څلورو اروپايي هېوادونو د اعلاميې په اړه د کابل غبرګون
Sep 26, 2024 14:04د سرپرست حکومت مرستیال ویاند، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او له هغوی سره د تبعیض په اړه د څلورو اروپايي هېوادونو د څرګندونو په تړاو ویلي چې، په دې برخه کې پر سرپرست حکومت تور لګول، ناسم کار دی.
-
د مسکو غونډې ته د سرپرست حکومت بلل کېدل
Sep 26, 2024 13:58د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري رودينکو ويلي، چې د مسکو په نړيوالې ناستې کې به د کابل چارواکو ته د ګډون بلنه ورکړل شي. هغه همدارنګه ویلي چې د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم ایستل، د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.
-
طالبانو پر لبنان د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي
Sep 25, 2024 03:38د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د صهیونیسټي رژیم وروستي بریدونه غندلي دي.