په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو
(last modified Fri, 27 Sep 2024 11:10:28 GMT )
Sep 27, 2024 15:40 Asia/Kabul
  • په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو

لندن کې د افغانستان سفارت نن وروسته له هغه وتړل شو چې په کابل کې د طالبانو حکومت د پخواني حکومت له ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره اړیکې پرې کړې او د بریتانیا په شمول یې په څه باندې لسو هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه بې اعتباره اعلان کړل.

د فرانس پریس خبري اژانس یوه خبریال په لندن کې د افغانستان د قونسلګرۍ په دروازه کې یو یادښت ولید چې پرې لیکل شوي: د افغانستان د جمهوریت سفارت تړل شوی دی.”

په دروازه کې څوک نه شته چې چا ته ځواب ورکړي، خود افغانستان ملي بیرغ لاهم د سفارت پر ودانۍ رپېږي.

په بریتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د روانې میاشتې په لومړیو کې په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې سفارت به “د کوربه هېواد په رسمي غوښتنه” د سپتمبر په ۲۷مه وتړي.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو او پراختیا ادارې دا ادعا رد کړه چې ګنې د افغانستان د سفارت په بندېدو کې یې رول درلود.

د بریتانیا د حکومت یوه ویندوی وویل: «دا پریکړه د بریتانیا د حکومت له خوا نه وه شوې، “د افغانستان دولت پریکړه وکړه چې په لندن کې د افغانستان سفارت وتړي او خپل کارکوونکي له دندې ګوښه کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا په لندن کې به د افغانستان نوی سفیر ومنل شي که نه.