د ایران دفاعي قدرت  د دښمنانو محاسبې بدلې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176910-د_ایران_دفاعي_قدرت_د_دښمنانو_محاسبې_بدلې_کړې
 پارس‌ټوډي ـ د ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ  عمومی قوماندان وویل: هغه ملت چې د خپلو اولادونو په پیاوړو لاسونو دفاعي ډال جوړوي او د خپل عزت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره ترې کار اخلي، نه یوازې  نه تسلیمېږي، بلکې بې له شکه  بریالی کېږي.
(last modified 2026-08-22T00:41:37+00:00 )
Aug 22, 2026 05:09 Asia/Kabul
  • د ایران د پوځ عمومی قوماندان  جنرال  امیر حاتمي
    د ایران د پوځ عمومی قوماندان جنرال امیر حاتمي

 پارس‌ټوډي ـ د ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ  عمومی قوماندان وویل: هغه ملت چې د خپلو اولادونو په پیاوړو لاسونو دفاعي ډال جوړوي او د خپل عزت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره ترې کار اخلي، نه یوازې  نه تسلیمېږي، بلکې بې له شکه  بریالی کېږي.

 پارس‌ټوډي د ایرنا له قوله راپور ورکړی، جنرال امیر حاتمي د ایران د دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت د ایران د دفاع  وزارت سرپرست، پاسدار بریدجنرال سید مجید ابن‌الرضا ته د مبارکۍ پیغام واستاوه.

امیر حاتمي په خپل پیغام کې وویل، د ایران د دفاع او وسله‌والو ځواکونو د ملاتړ وزارت په تېرو کلونو کې د وسله‌والو ځواکونو د اړتیا وړ  پراخو دفاعي تجهیزاتو او سیسټمونو په پلانونې ، جوړولو او لوړوَلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي وړتیا او مخه نیونکي قدرت په پیاوړتیا کې اغېزشیندونکی رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه: د دغو لاسته راوړنو یوه مهمه برخه په واقعي جنګي  ډګرونو او وروستیو جګړو کې خپله وړتیا او اغېزمنتیا ښودلې او د نړۍ د خلکو په وړاندې د ایران د کورني دفاعي صنعت د قدرت او ظرفیت په یوې بیلګې  بدله شوې ده.

نوموړي یادونه وکړه: په وروستیو سختو شرایطو کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو د جنګي  توان او د هېواد د دفاعي صنعت د بې‌ساري ظرفیتونو ترمینځ اړیکې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي قدرت  روښانه انځور وړاندې کړ.

د هغه په وینا، همدا موضوع د دې لامل شوې چې دښمنان د ایران د ملت د مقاومت او دفاعي ځواک په وړاندې خپلې محاسبې بدلې کړي او په پاي کې د تفاهم او سیاسي حل لارې منلو ته غاړه کېږدي.

د ایران د پوځ عمومی قوماندان  امیر حاتمي ټینګار وکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ له دفاع او وسله‌والو ځواکونو د ملاتړ وزارت سره همکاري او ګډه همغږي د هېواد د دفاعي بنسټ د پیاوړتیا له مهمو ستنو څخه ګڼي او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو، د تجهیزاتو د لوړولو، د تجروبو د لېږد او د هېواد له علمي او صنعتي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په برخې کې د دغې سټراتیژیکې ملګرتیا پر دوام ټینګار کوي.