ننګرهار کې د قامونو تر مینځ روغ او جوړه+راپور
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179550-ننګرهار_کې_د_قامونو_تر_مینځ_روغ_او_جوړه_راپور
پارس تړدی-د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې زرګونه قومي او کورنۍ دښمنۍ هوارې کړې دي.
(last modified 2026-10-07T08:11:18+00:00 )
Oct 07, 2026 12:33 Asia/Kabul
  • د ننګرهار د قومونو اقوام
    د ننګرهار د قومونو اقوام

پارس تړدی-د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې زرګونه قومي او کورنۍ دښمنۍ هوارې کړې دي.

د چارواکو په وینا، په دغو دښمنیو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو رئیس، حافظ رحمت‌الله غازي‌عمر، وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د قومي مخورو په مرسته او ملاتړ د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له دوه زرو ډېرې قومي او کورنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او د لا ډېرې مرګ‌ژوبلې د اوښتو مخه یې نیولې ده.

ننګرهار ۰۱

حافظ رحمت‌الله غازي‌عمر وایي، په دې کې داسې دښمنۍ هم وې چې له څو نسلونو راهیسې یو بل ته په میراث پاتې شوې وې.

هغه وایي، هڅه کوي چې په دې ولایت کې د قومي او کورنیو دښمنیو ټغر ورټول او په دښمنیو کې ښکېل کسان د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي.

تازه د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مخورو په مرسته د دې ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې یوه اویا کلنه کورنۍ دښمني هم هواره اوپه دوستۍ بدله شوې ده. په دې دښمنۍ کې د دواړو لوریو لس کسان وژل شوي وو.

ننګرهار ۰۲

د دې دښمنۍ یو لوری، شیراغا، وایي، دا دښمني ورته له نیکونو پاتې وه او اوس خوشحاله دی، چې دا دروند پیټی یې له اوږو کښته شو.

هغه له نورو کورنیو هم غوښتنه وکړه، چې له دښمنیو ډډه وکړي او خپلو راتلونک

و نسلونو ته پښېماني په میراث پرې نه ږدي.

د افغانستان ټولنیز او قومي جوړښت تر ډېره له کورنیو او قومي دښمنیو سره مل دی او په بېلابېلو سیمو کې د دغو دښمنیوډیرې بېلګې او  کیسې موجودې دي.

ډېر د نظر خاوندان پر دې باور دي، چې د قومي او کورنیو دښمنیو د له منځه وړلو او حل‌وفصل لپاره اوږدمهاله عامه پوهاوي او ګډ کار ته اړتیا ده.