-
د کربلا به میلیوني لاریون کې ولوله اوحماسه د امام حسین(ع) دغورځنګ بریالیتوب شاهده ده
Aug 25, 2024 10:16پترس ټودې - د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي په دې خبرې په ټينګار سره چې له فلسطین څخه د ملاتړ ټول دریځونه د امام حسین علیه السلام له غورځنګه سرچینه اخلي، ووئيل؛ د نجف کربلا په لاره کې دغه میلیوني غونډیدا دامام حسین علیه السلام د غورځنګ پر بریالیتوب شاهدي ده او د اسرائيلو د نابودۍ او د غزې تړانګې د مقاومت کونکو د بریالیتوب نښې نښانې رابرسیره کوي.
-
د حزب الله په لسګونو توغندیو د بن ګورین هوائي ډګر په ټپه درولی
Aug 25, 2024 09:37پارس ټوډې - د لبنان د حزب ا... ولسی مبارزانو په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،د خپل یوه کمانډر فواد شکر د ترور دغچ دعملیاتو په لومړنۍ مرحلې کې ئې د نیواکي ټاټوبو په لور څه د پاسه درې سوه توغندوي او ځان مرګي ډرون ویشتي او په دغو سیمو کې ئې تورې لوخړې پورته کړي دي .
-
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د افغانستان او پاکستان د اختلافاتو د هواري غوښتنه وکړه
Aug 24, 2024 13:53د پاکستان د جماعت اسلامي مشر وویل: د پاکستان او افغانستان اړیکي باید په معنادارو خبرو اترو سره حل شي.
-
اسرائیل رژیم د خوارکي موادو د ډبو او کوتیو په شان چاودېدونکې توکې غزې کې اچولي
Aug 24, 2024 13:52په داسي حال کې چي په غزه کې فلسطینیانو د اسرائیل د رژیم د محاصرې په خاطر له سختې لوږې سره مخ دي او یو شمېر کسانو هم له لوږې خپل ژوند د لاسه ورکړي د اسرائیل د رژیم فوځیانو د خوراکي موادو د ډبو او کوتیو په شان بمونه په غزې کې اچولي دي.
-
له افغانستان سره د ملګرتیا په پیاوړتیا د قطر ټینګار
Aug 24, 2024 13:49د افغانستان لپاره د قطر نوي سلایار د کابل او دوحې تر مینځ د دوه اړخیزو ملګرتیاوو په پیاوړتیا او ملګرتیا ټینګار وکړ.
-
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یو مقام ازبکستان ته د سفیر د معرفي کولو خبر ورکړ.
Aug 24, 2024 13:44د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د طالبانو د خارجه وزارت دریم سیاسي مشر ذاکرجلالي وویل: عبدالغفار تیروي په ازبکستان کې د طالبانو د سفیر په توګه معرفي شوی دی.
-
د افغانستان د هلکانو د فوټبال ټیم د مرکزي اسیا کپ فاینل ته ورسید
Aug 24, 2024 13:43د افغانستان د زلمکیانو د فوټبال ملي ټیم خپلو پیاوړو سیالانو ته په ماته ورکولو سره په لومړي ځل د مرکزي اسیا هیوادونو د فټ بال کپ فاینل ته ورسید.
-
حماس غورځنګ: په غزه کې د اوربند خبرې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د تبلیغاتي استفادې په موخه دي
Aug 24, 2024 13:35د حماس د غورځنګ جګپوری غړی اسامه حمدان په غزې کې د اوربند د ټینګولو لپاره د نمایشي مذاکراتو او له دې نه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تبلیغاتي استفادې ته په اشارې سره، وویل دا چي امریکایان او ملګرو یې وایي چي خبرې اترې مثبتې وې، او داسي نورې خبرې دا د اسرائیل د رژیم په لومړي وزیر نتانیاهو باندې د داخلي فشارونو د کمولو او د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د تبلیغاتي استفادې په هدف دي.
-
امریکا: ایران په اسرائیلو د برید لپاره په چمتو حالات کې دی
Aug 24, 2024 13:25د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند د اسماعیل هنیه د شهادت په خاطر په صهیونیستي رژیم باندې د ایران له برید څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
-
انډونیشیا والو د اسرائيلي شیانو په بایکاټولو سره دوي ته په میلیونو ډالره تاوانونه اړولي دي
Aug 24, 2024 12:25پارس ټوډې – د انډونیشیا خلکو د هرې اونۍ په آخر کې د فلسطینیانو په ملاتړ کې په میلیوني مظاهرو سره په یووخت،له اسرائيلو سره د اړونده شرکتونو له محصولاتو استفاده هم پریښودلې ده او په دې توګه ئې دغو شرکتونو ته په میلیونونو ډ الر تاوانونه اړولي دي.