له افغانستان سره د ملګرتیا په پیاوړتیا د قطر ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151710-له_افغانستان_سره_د_ملګرتیا_په_پیاوړتیا_د_قطر_ټینګار
د افغانستان لپاره د قطر نوي سلایار د کابل او دوحې تر مینځ د دوه اړخیزو ملګرتیاوو په پیاوړتیا او ملګرتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2024-08-24T09:20:52+00:00 )
Aug 24, 2024 13:49 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د ملګرتیا په پیاوړتیا د قطر ټینګار

د افغانستان لپاره د قطر نوي سلایار د کابل او دوحې تر مینځ د دوه اړخیزو ملګرتیاوو په پیاوړتیا او ملګرتیا ټینګار وکړ.

د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د افغانستان لپاره د قطر نوي سلایار «مردف القاشوطی»، د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر «سراج الدین حقانی» سره په کتنه کې د دوحې اوکابل تر مینځ  د ملګرتیا په دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرتیا له مخې، په دې کتنه کې، حقاني دواړو هیوادونو ته د قاشوطي سفر مهم وګاڼه او د کابل او دوحې تر مینځ اړیکي یې وستایلې.

 د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویندویي عبدالمتین قانع په وینا، مردف القاشوطي هم په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

 قانع وویل: « په دې ناسته کې حقاني په افغانستان کې د قطر د سفارت د سلایار په توګه د القاشوطي په ټاکنه د مبارکۍ په ترڅ کې،د افغانستان او قطر ترمینځ تاریخي اړیکي مهم وبلل او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.

قطر په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له بهرنۍ نړۍ سره د کابل د اړیکو د پل په توګه رول لوبولی دی.

د هیوادونو او ملګرو ملتو له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو په وړاندې یوه لویه ننګونه ده.تر اوسه کوم هیواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.