-
په افغانستان کې ټولشموله حکومت د جوړیدا غوښتنې د خواشینۍ وړدي
Jun 11, 2024 11:37ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره د ډيرو هیوادونو دغوښتنو په غبرګون کې یو ځل بیا مدعي شو چې اوسنی نظام ټولشموله دی او د همپالنې موضوع یا نه شتون ئې د افغانستان داخلی مسئله ده.
-
د غزې تړانګې د اور بند په باب دامنیت شورا پریکړه لیک د هرکلی وړ دی
Jun 11, 2024 09:13د فلسطین مقاومتی ډلو په غزې کې د اور بند د ټينګیدا لپاره د امنیت شورا د پریکړه لیک هرکلی وکړ
-
د هیرمند د حقابه بشپړ اجرا د ایران او افغانستان دمتقابلو ګټو تضمینونکې ده
Jun 11, 2024 08:44د ایران د اسلامی شورا یوه استازي ددې خبرې په کولو سره چې دهیرمند سین څخه د ایران د حقابه تعقیبول د دیارلسم حکومت د فعالې ډيپلوماسۍ په لړ کې تعقیب شوي دي ،ووئيل، د هیرمند د حقابې بشپړ اجرا د ایران او افغانستان د متقابلو ګټو تضمینونکې ده .
-
افغان میرمنو په اسلام اباد کې د طالبانو په ضد مظاهره وکړه
Jun 11, 2024 08:20د افغانستان د میرمنو له حقوقو سره اړونده د مختلفو مدني ډلو ټپلو سره اړونده میرمنو د حقوقو فعالانو د افغان میرمنو او انجونو په ضد د افغانستان د طالب حکومت د اقداماتو په دوام په اعتراض کې په اسلام اباد کې غونډه وکړه.
-
له افغانستان سره د مرستو لباره د خوړو نړیوال پروګرام ته د ۶۵۰میلیون ډالرو ضرورت دی
Jun 11, 2024 11:53په افغانستان کې د خوړو دنړیوال پروګرام دفتر په یوې اعلامیې کې ووئیل، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرسته رسونې لپاره شپږسوه پنځوس میلیون ډالري بودجې ته اړتیا لري.
-
افغان سوداګرو خپله ډېره پانګه ایران ته انتقال کړې ده
Jun 11, 2024 03:56د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي؛ ډېرو افغان سوداګرو او پانګوالو خپل شرکتونه او د خپلو پانګو یوه لویه برخه ایران ته انتقال کړې ده.
-
هره ورځ ۲۴ افغان میندې او ۱۶۷ ماشومان په مخنیوي وړ ناروغیو مري
Jun 11, 2024 03:45د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان په داسي ناروغیو مري چې د مخنیوي وړ دي.
-
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو سره د پېژندګلوۍ او تبلیغاتو پیل
Jun 10, 2024 12:24د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د څوارلسم پړاو د صلاحیت د تایید شویو کاندیدانو د نومونو له اعلان سره سم د کاندیدانو د کمپایین بهیر پیل شو. د نوماندانو تبلیغات به تر ټاکنو ۲۴ ساعته مخکې (د چنګاښ ۷مه یعنی د جون تر ۲۷ پورې ) دوام وکړي
-
په برکس کې غړیتوب په څو اړخیز نظام کې د ایران د موقعیت او اهمیت څرګندوي
Jun 10, 2024 11:45د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقری چې د بریکس د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیګا روسیې ته تللی، وویل: بریکس یوه ستره نړیواله اقتصادي ډله ده چې د لویدیځ د یو اړخیزه پالنې له چوکاټه بهر او د مهمو هیوادونو په شتون سره رول لوبوي.
-
د خوړو نړیوال سازمان له خوا په افغانستان کې پر ۳.۵ میلیونه وګړو نغدي مرستې وویشل شوې
Jun 10, 2024 11:20د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول هېواد کې پر ۳.۵ میلیونو اړمنو کسانو د نغدي مرستو د وېش اعلان کړی دی.