په افغانستان کې ټولشموله حکومت د جوړیدا غوښتنې د خواشینۍ وړدي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149308-په_افغانستان_کې_ټولشموله_حکومت_د_جوړیدا_غوښتنې_د_خواشینۍ_وړدي
ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د  جوړیدا لپاره د  ډيرو هیوادونو دغوښتنو په غبرګون کې یو ځل بیا  مدعي شو چې  اوسنی نظام ټولشموله دی او  د همپالنې موضوع  یا  نه شتون ئې  د  افغانستان داخلی  مسئله ده.  
(last modified 2024-06-11T07:13:20+00:00 )
Jun 11, 2024 11:37 Asia/Kabul
  • په  افغانستان کې ټولشموله حکومت د جوړیدا غوښتنې د خواشینۍ وړدي

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د  جوړیدا لپاره د  ډيرو هیوادونو دغوښتنو په غبرګون کې یو ځل بیا  مدعي شو چې  اوسنی نظام ټولشموله دی او  د همپالنې موضوع  یا  نه شتون ئې  د  افغانستان داخلی  مسئله ده.  

د افغانستان د طالبانو  د حکومت ویندوي  ذبیح الله مجاهد  ز زیاته کړې ده  چې ددې موضوع په باب غوښتې بې ځایه دي  او دا کړچار باید بدل شي.

د افغانستان سرپرست حکومت  د ټولشموله کیدا ادعا له دې مخکې هم د طالبانو د مختلفو  چارواکو له خوا په کرتو  تکرار شوې ده .داپه داسې حال کې دي سرپرست حکومت په ځينو  دلیلونو چې  یو پکې د هغه  یو قومي او ټول شموله نه شونه ده ، تراوسه پورې د هیڅ یوه هیواد له خوا په رسمیّت نه ده پيژندل شوې . نړیوالې ټولنې تل  د طالبانو د  په رسمیّت پيژندنې د شرطونو په توګه  د لږکیو  اوا میرمنو د حقوقو پشمول  د انساني حقوقو  او د افغانستان د ډیرو سیاسی ډلو ټپلو او  قومونو د نمایندګانو په ګډون سره  د یوه ټولشموله  او  همپاله حکومت باندې ټينګار کړی دی .

 د یادولو ده چې  په اوسنی حکومت کې د کابینې زیاتره غړي سړي او  له یوې قومي ډلې سره اړونده  دي او  په تیرو کابو درو کلونو کې  د افغانستان ښځې او انجونې هم   له زده  کړې او په حکومتي او غیرحکومتي اورګانونو کې منع شوي دي.