-
افغانستان او روسیه ښې سیاسي اړیکې لري او د خرابولو لپاره به یې چاته اجازه ورنه کړي
Feb 12, 2024 01:53د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه پياوړي سياسي او اقتصادي اړيکې لري او د پراخېدو لپاره یې لا هڅې کوي.
-
په هرات کې د یوه کال په ترڅ کې د سرطان ۶ زره او ۵۰۰ ناروغان ثبت شوي
Feb 12, 2024 01:35د افغانستان د هرات ولایت د حوزوي روغتون چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې په دغه روغتون کې د سرطان ۶۵۰۰ ناروغان ثبت شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.
-
ایران له سرپرست حکومت سره باورجوړونې او همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي
Feb 12, 2024 01:24د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر، حسن کاظمي قُمي پرون یکشنبه د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې هېواد یې له سرپرست حکومت سره د همکاریو د پیاوړتیا هڅه کوي.
-
په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده
Feb 12, 2024 01:11اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.
-
په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا ورځې نمانځل
Feb 11, 2024 12:25په کابل کې د ایران سفارت له لوري د سرپرست حکومت یوشمېر استازو په ګډون د ايران اسلامي انقلاب د برياليتوب له پنځه څلویښتمې کليزې څخه د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځنه ترسره شوه.
-
ذبیح الله مجاهد: د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو اندېښني نا سمي دي
Feb 11, 2024 12:16د سرپرست حکومت وياند ويلي، چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره جدي مبارزه شوې او په دې برخه کې د هېوادونو اندېښنې ناسمې دي.
-
نن د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مه کلیزه ده
Feb 11, 2024 01:54نن (یکشنبه) د ۱۴۰۲ کال د سلواغې د میاشتې ۲۲مه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له ۴۵ کلیزې سره برابره ده.
-
له ننګرهار څخه به سلګونه پرنشه یې توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شي، نور تفصیل په راپور کې واورئ
Feb 11, 2024 04:23د دې ولایت د سیمه ایزو چارواکو په وینا، داځل به دروږدو کسانو د درملنې موده د یوې نیمې میاشتې پرځاې څلور میاشتې وي.
-
نن د فبرورۍ ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
Feb 11, 2024 04:09د ملګرو ملتونو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، که ښځې علم ته ډېر لاسرسی ولري، نو په څېړنو کې به تنوع رامنځته شي او په پایله کې به نوي لیدلوري او خلاقیت رامنځته شي.
-
د پاکستان د ټاکنو په اړه امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې اندېښنه ښودلې
Feb 11, 2024 02:59امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې په جلا جلا توګه د پاکستان د پنجشنبې ورځې د ټاکنو د بهير په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بې نظمۍ د رپوټونو د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.