په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا ورځې نمانځل
په کابل کې د ایران سفارت له لوري د سرپرست حکومت یوشمېر استازو په ګډون د ايران اسلامي انقلاب د برياليتوب له پنځه څلویښتمې کليزې څخه د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځنه ترسره شوه.
په افغانستان کې د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د اشغالګرو شل کلن حضور د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ وباله.
کاظمی قمي له افغانستان سره د خپل هیواد ملګرتیاو ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامی جمهوریت سیاست په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات رامینځته کول دي.
نوموړي په کابل کې د ګاونډيو هېوادونو د استازو وروستۍ ناستې ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د سيمه ييزو تماسونو د ډلې غونډه د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د همکارۍ په هدف پيل شوې ده.
په دې ناسته کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم د ایران اسلامی انقلاب بریا د میلیونونو ایراني نارینه او ښځو د یووالی نتیجه وبلله.
هغه زیاته کړه، ایران او افغانستان ډېر مشترکات لري او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.