زلنسکي وایي، امریکا اوکراین ته د پاتریوت توغندي نه دي ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176352-زلنسکي_وایي_امریکا_اوکراین_ته_د_پاتریوت_توغندي_نه_دي_ورکړي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، صربیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې امریکا اوکراین ته د پاتریوت توغندي له ورکولو ډډه کړې ده.
(last modified 2026-08-09T08:16:32+00:00 )
Aug 09, 2026 12:38 Asia/Kabul
  • زلنسکي وایي، امریکا اوکراین ته د پاتریوت توغندي نه دي ورکړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، صربیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې امریکا اوکراین ته د پاتریوت توغندي له ورکولو ډډه کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې دې موضوع د اوکراین په فضا کې د روسیې د بالستیک توغندیو د شنډولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی او دوی نور د دغو توغندیو د شنډولو توان نه لري.

زلنسکي په دې منلو سره چې امریکا هره میاشت اوکراین ته توغندي ورکوي، ویلي چې د دغو توغندیو شمېر د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي.

د زلنسکي څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د پاتریوت توغندیو د تولید د جواز ورکولو په اړه شک څرګند کړی و او ویلي یې وو چې امریکا باید نورو هېوادونو ته د خپلې پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ د سپارلو په برخه کې «یو څه محتاطه» واوسي.