-
طالبانو اماراتو ته د زده کړو لپاره د تلونکو لسګونه نجونو د سفر مخنیوی کړی
Aug 24, 2023 03:15طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي، چې دوی محرم نه درلود.
-
ايران به په روان کال کې له ۲ څخه تر ۳ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي
Aug 23, 2023 11:04د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر د دغه هېواد دفاعي او پوځي توان ته په اشارې سره وویل چې په روان کال کې به له دوو څخه تر درېیو سپوږمکیو فضا ته وتوغول شي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تسنیم د عکاس آزادي په جدي توګه تعقیبوي
Aug 23, 2023 10:49د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د طالبانو له خوا د تسنیم خبري آژانس د عکاس د نیول کېدو په اړه اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د هغه د خلاصون په اړه جدي اقدام کوي.
-
په ننګرهار کې د پاکو اوبو د کمښت ستونزه ډېره شوې
Aug 23, 2023 12:17په جلال آباد کې د پاکو اوبو کمښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او دوی د حکومت له لوري دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
لندن په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د جرمونو په څېړنه کې ځنډ کوي.
Aug 23, 2023 11:37د سکای نیوز د راپور له مخې، د بریتانیا حکومت د امنیتي مسایلو په پلمه په افغانستان کې د خپلو پوځي جرمونو د څېړلو مخه نیسي.
-
په ۲۰۲۱ کال کې امریکا کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي
Aug 23, 2023 11:35د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ په څېړنې کې چې معلومات یې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکز څخه تر لاسه کړي، ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکا کې په وسله وال تشدد اړوندو پېښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.
-
د صهیونیسټانو پر ضد په تېره شپه او ورځ کې ۲۲ مقاومتي عملیات
Aug 23, 2023 10:30صهیونیسټي پوځیانو نن د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې په پراخو عملیاتو سره د حماس او د اسلامي جهاد غورځنګونو د ځینو مشرانو په ګډون یوشمېر فلسطینیان ونیول.
-
په درېیو هېوادونو کې د کډوالو لپاره د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل شوی
Aug 23, 2023 10:03د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په درېیو هېوادونو (ایران، ترکیې او پاکستان) کې یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
-
د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پرځای دې د ستونزو عوامل پیدا شي
Aug 23, 2023 09:49د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر سهیل محمود په مشرۍ پلاوي او په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
-
۱۳ خبريالان او رسنيز کارکوونکي د طالبانو په زندانونو کې دي
Aug 23, 2023 09:33د افغانستان د خبريالانو مرکز چارواکي وايي، چې د ايراني عکاس محمد حسين ولايتي په نيول کېدو سره د طالبانو په زندانونو کې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی دی.