په ۲۰۲۱ کال کې امریکا کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي
(last modified Wed, 23 Aug 2023 10:35:47 GMT )
Aug 23, 2023 15:05 Asia/Kabul
  • په ۲۰۲۱ کال کې امریکا کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي

د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ په څېړنې کې چې معلومات یې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکز څخه تر لاسه کړي، ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکا کې په وسله وال تشدد اړوندو پېښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.

دې اکاډمۍ ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې دا رقم ۴۳۶۸ او په ۲۰۱۹ کې بیا ۳۳۹۰ وو.

په ۲۰۲۰ کال کې په امریکا کې وسله وال تشدد د ماشومانو د مړینې تر ټولو غټ لامل ښودل شوی وو.

د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ دا څېړنه وروسته تر هغه خپره کړله چې د امریکا د ټینیسي په ایالت کې قانون جوړوونکو د ولسي خوندیتوب په هکله د بحث لپاره ځانګړې غونډه ترتیب کړله.

د وسله وال تاتریخوالي د ارشیف د معلوماتو په اساس، امریکا په نړۍ کې تر بل هر هېواد د وسله وال تاوتریخوالي ډېر قربانیان لري.

تېرکال د وسلو اړوندو پېښو کې ۴۴۳۵۷ کسان وژل شوي چې د وسله وال خشونت د معلوماتو په اساس ۲۴۰۹۰ یې د ځان وژنې پېښې وې.

په امریکا کې د دې ډول بریدونو د ډیروالي له کبله جوبایډن په کانګرس غږ کړی چې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.

جوبایډن د کانګرس له غړو وغوښتل چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي چې هغه یې "سمدستي لاسلیک" کړي.