-
سپینزر دولتي شرکت په ۴ میاشتو کې ۳۷۰ مټریک ټنه پنبه تولید کړې
Jul 12, 2023 01:25د افغانستان د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي چې د روان کال په څلورو میاشتو کې د دې ولایت په سپینزر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبهدانه پروسس شوې، چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې ده.
-
نن ورځ د لوېديځ ننګونه، په نړۍ کې د اقتصادي او سياسي ځواک مرکز ته د آسيا بېرته ستنېدل دي
Jul 11, 2023 09:28د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د سه شنبې په ورځ په تهران کې د آسیايي پارلمانونو د پلان او بودجې د دایمي کمېټې په پرانیست غونډه کې زیاته کړه چې دغه ستر بریالیتوب ته د لاسرسي او د دې تاریخي بدلون د مدیریت لاره، د سیمه ایزو همپالنې په شرایطو کې د څو اړخیزو همکاریو بنسټیز کول دي.
-
درې ټاپوګان د تل لپاره په ایران پورې اړه لري
Jul 11, 2023 09:44د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د درېيو ټاپوګانو بوموسي، کوچنی تنب او لوی تنب په اړه د فارس خليج د همکارۍ شورا او روسيې ګډې اعلاميې په رد سره وويل، دغه درې ټاپوګان د تل لپاره په ايران پورې اړه لري.
-
د فلسطین د مقاومتي ځواکونو له خوا د صهیونیسټانو پرضد ۱۲ عملیات ترسره شول
Jul 11, 2023 08:58د فلسطین د شهاب خبري آژانس د خبر له مخې، د « معطي » په نوم د فلسطین د احصایې او اطلاعاتو مرکز د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو په لوېدیځه غاړه او په نویل شوي بیت المقدس کې د صهیونیسټي پوځیانو پر مرکزونو د ګولیو په ویشتلو او د چاودېدونکو توکو په اچولو سره د صهیونیسټانو په ضد ۱۲ عملیات ترسره کړل.
-
کابل کې د ۴۰ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کېږي
Jul 11, 2023 12:10د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
-
د امام حسین علیه السلام د مکتب په ترویج د بامیانو د والي ټینګار
Jul 11, 2023 04:06د افغانستان د بامیان والي په دغه هیواد کښې د نړۍ د شیعیانو د دریم امام حضرت امام حسین علیه السلام د مکتب د دودولو او پراختیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
-
هېچا ته د وسلو د پلور اجازه نه ورکوو
Jul 11, 2023 08:15طالبانو په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو او تجهیزاتو د پلور تورونه په کلکه رد کړل.
-
تورخم کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له اسلام آباد سره خبرې کېږي
Jul 11, 2023 08:08په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، چې په تورخم کې د بند پاتې افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي.
-
پاکستان په افغانستان باندې د امریکې د هوايي بریدونو ملاتړ وکړ
Jul 11, 2023 03:55د پاکستان حکومت په افغانستان باندې د خپل هیواد او د امریکې د هوايي حملو دفاع وکړه.
-
له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ګازو د نل لیکې غځول
Jul 10, 2023 10:14د کانونو او پټرولیم وزارت د ۶۰۹ میلیون افغانیو په ارزښت له شبرغان څخه مزارشریف ته د ګازو نللیکې د غځولو پرانیسته وکړه. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.