د پاکستان له لارې دچین او افغانستان تجارتي ټرانزیټ پيل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137798-د_پاکستان_له_لارې_دچین_او_افغانستان_تجارتي_ټرانزیټ_پيل_شو
چین یو هغه هیواد دی  چې د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ئې له دغه حکومت سره خپلې اړیکې زیاتې کړي دي .
(last modified 2023-08-30T20:12:02+00:00 )
Aug 30, 2023 12:55 Asia/Kabul
  •   د پاکستان له لارې دچین او افغانستان تجارتي ټرانزیټ پيل شو

چین یو هغه هیواد دی  چې د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ئې له دغه حکومت سره خپلې اړیکې زیاتې کړي دي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،  د  چین او افغانستان ترمینځ ټرانزیټي تجارت د پاکستان په شمالي سیمو کې د ګلکت بلتستان سیمې  خنجراب سترې لارې  په وسیله  چې  له چین سره همپوله سیمه ده ، پیل شوی  اوا د چین لومړنی تجارتي جوپه  له دغې سترې لارې  افغانستان ته لیږدل شوې ده.

 په ګلکت بلتستان سیمې کې له  دغې لارې د ټرانزیټي تجارت د مخ کتنې دستورې  د پاکستانیو چارواکو په شتون سره ترسره شوې.

 د پاکستان د سرحدي ګمرک د ټيکدارانو د ټولنې مشر ضیاءالحق سرحدي  په دې زمینې کې ووئیل،دغه  تجارتي لاره نه یوازې د سیمې په سویه د تجارت د اندازې د زیاتیدا لامل کیږي، بلکې له تجارت ، د شیانو له ټرانسپورټیشن ،ټرانزیټ او ګمرک سره  داړونده کسانو لپاره ډير زیات معیشتي فرصتونه رامینځةکوي.

چیني مسئولانو هم وئیلي دي دمګړئ د افغانستان محصولات پاکستان ته وړل کیږي او له هغه ځایه  د پاکستانت په مارک سره  چین ته واریدیږي.