-
د کډوالو په راستنیدو سره په افغانستان کې د خوړو ناامنۍ زور اخیستی
Apr 14, 2025 13:56د خوړو نړیوال سازمان ویلي دي چې افغانستان ته د کډوالو د راستنیدو څپه د هیواد د خوړو خوندیتوب ګواښي.
-
د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان خوشې شول
Apr 14, 2025 09:17د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۱ افغانان پرون یکشنبه د پاکستان له زندانونو آزاد شوي او خپل هېواد ته راستانه شول.
-
د افغانستان په بازار کښې د پاکستان ونډه زیاته شوې ده
Apr 14, 2025 08:01په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ودې د افغانستان په بازار کښې د صادراتي توکو په برخه کې د اسلام آباد ونډه ۸۴ سلنه زیاته کړې ده.
-
افغانستان کې د اروپا د استازي ماموریت پای ته ورسید
Apr 14, 2025 07:57د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د خپل ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ، که څه هم هغه وویل چې د افغانستان په وړاندې د شنه براعظم په چلند او تګلاره کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
-
افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
Apr 12, 2025 06:39د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو حالاتو او پیښو د جاجولو له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، نو هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.
-
د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر پلي کيدو ټينګار وشو
Apr 11, 2025 04:08د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې د بشپړ پلي کولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې تخنیکي کمېټې ناسته کړې.
-
د نړیوالو موسسو او مرستندویو هیوادونو استازو افغانستان ته د مرستو د دوام غوښتنه وکړه
Apr 11, 2025 04:00د تاند خبري سایټ په لیکنه نړیوالو سازمانونو او د مرستو ورکونکو هېوادونو استازو په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) په غونډه کې، افغانستان ته د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې په دغه هېواد کې بشري بحران بیړنیو او دوامداره حل لارو ته اړتیا لري.
-
د کندهار د امنیه قومندانۍ دننه چاودنې ۴ تنه ټپیان کړل
Apr 11, 2025 03:58کندهار کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ کښې دننه چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.
-
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې؛ طالبانو ته د مرستو رسیدو مخنیوي لایحه تصویب کړه
Apr 11, 2025 03:47تاند د پروني خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې افغانستان ته د مرستو رسېدو د مخنیوي” لایحه تصویب کړه او د عمومي جرګې تصویب ته یې استولې ده.
-
د اوړي تر پاې پورې د شمیرل شویو افغان اتباعو برخلیک ټاکل کیږي
Apr 09, 2025 01:26د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د چارو د مرکز مشر اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو په اړه به فیصله وشي چې د تیر اوړي تر پاې پورې شمېرل شوي دي.