په پسرلي کې چابهار ته سفر؛ د طبیعت او کلتور تجروبه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165220-په_پسرلي_کې_چابهار_ته_سفر_د_طبیعت_او_کلتور_تجروبه
پارس ټوډي - چابهار، هغه ښار دی چې د عمان سمندر په غېږ کې واقع دی، چیرته چې پاک طبیعت، د سویل کلتور او نړیوال افقونه یو له بل سره  نغښتي دي . دا ښار د ایران په سویل ختیځ کې، د معتدلې  په زړه پورې هوا، بې ساري ساحلونو، مریخي غرونو او رنګ په رنګ تالابونو سره، د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی مقصد دی.
(last modified 2025-09-29T05:27:46+00:00 )
Sep 29, 2025 09:47 Asia/Kabul
  • د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر
    د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر

پارس ټوډي - چابهار، هغه ښار دی چې د عمان سمندر په غېږ کې واقع دی، چیرته چې پاک طبیعت، د سویل کلتور او نړیوال افقونه یو له بل سره  نغښتي دي . دا ښار د ایران په سویل ختیځ کې، د معتدلې  په زړه پورې هوا، بې ساري ساحلونو، مریخي غرونو او رنګ په رنګ تالابونو سره، د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی مقصد دی.

په مني موسم کې،چابهار بندر د خپلې ګرَمې او خوندورې هوا،حیرانونکي منظرو او بې مثاله آرامښت سره، د سفر لپاره یو ښه مقصد ګرځي.

د پارس ټوډي د راپور له مخې، دا سویلي بندر د پاکې ښکلا او د سټراټیژیک اقتصادي موقعیت په ترکیب سره، د طبیعت، کلتور او نړیوالو افقونو یوه  خاصه تجربه وړاندې کوي.

 د چابهار سفر د  لمر له  راختلو څخه په  بندر کې  پیل کوو؛ داسې ځای چې څپې ئې د سویل کیسې  زمزمه کوی.

په چابهار بندر کې لمر د را ختلو ننداره

 

د مکران ساحل په  مینځ کې، د لیپار تالاب د خپلې ځانګړي ګلابي رنګ او فلامینګوانو په څير د مرغانو  په  شتون سره، د ایران یوه طبیعي عجوبه ده .

Image Caption

 

د چابهار مریخي غرونه، د ایران یو له خورا ځانګړو طبیعي منظرو څخه دي چې د چابهار–ګواتر په لاره کې موقعیت لري. دا غرونه د عجیبه فرسایشي شکلونو، خړ رنګونو او د سیارو د سطحې په څېر  په جوړښت سره، یوه غیر معمولي منظره رامینځته کوي چې د مَني په زرغونې رڼا کې، په زړه پورې او راز داره   ښکاري.

 د چابهار مریخي غرونه

 

د چابهار د درک ساحل د ایران یوه نادره سمندري منظره ده؛ چیرته چې د صحرا تودې او ګَرمې شګې  په مستقیمه توګه د عمان سمندر  له ارامو څپو سره یوځای کیږي. دا حیرانونکی ترکیب د دوو مختلفو آب و هواؤ  د سفر احساس په یوه چوکاټ کې وړاندې کوي. د درک ساحل لمر لویدل، د اور په څير  په  رنګونو او شاعرانه چوپتیا سره، یوه نه هېرېدونکې تجروبه رامینځته کوي.

د سیستان او بلوچستان په سویل کې د درک ساحل

 

د چابهار ښار ځاي  بازارونه د ایران د  سویل کلتور زړه دی. چیرته چې د مصالو بوی، د بلوچي ټوکرونو رنګونه او د ایرانيو ښځو او نارینه ؤ لاسي هنرونه د ژوند او دود یوه ژوندۍ تجروبه وړاندې کوي. په دغو بازارونو کې تګ کول، د مکران سیمې د هویت ژورې ته سفر دی.

د چابهار ځاي بازار

 

د تیس صخره ئ   له سومڅو ډک ساحل، د چابهار یو له خورا ښکلو او  توپير لرونکو منظرو څخه دی؛ چیرته چې طبیعي تراشل شوي سومڅې د عمان سمندر  د شنو  اوبو ترڅنګ، یوه حیرانونکې منظره رامنځته کوي. دا ساحل، په ځانګړې توګه د مني په لمر لویدلو کې، د لمر نارنجي رڼا او د صخرو  یا سومڅو سیورو سره، د ایران سویل ختیځ کې یو له غوره  انځوریزو چوکټونو څخه دی.

د تیس صخره‌يي ساحل

 

د چابهار د سفر لپاره، تاسو کولای شئ هوائي، ځمکني یا ریل پټلۍ لارې وکاروئ. له تهران، مشهد او بندرعباس څخه د چابهار (کنارک) هوائي ډګر ته مستقیم پروازونه شته. همدارنګه، د سیستان او بلوچستان سویلي سړکونو له لارې ځمکنی سفر، په ځانګړې توګه له زاهدان څخه، د یوې زړې راښکونکې او منظرې تجروبه ده. که تاسو د اورګاډي سفر مینه وال یاست، کولای شئ تر زاهدان پورې په اورګاډي کې لاړ شئ او له هغه ځایه د ځمکنۍ لارې سفر ته ادامه ورکړئ.