-
د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به روغتیایي برخه له ګواښ سره مخ کړي
Jul 11, 2025 05:27کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، هر ماشوم د زدهکړو حق لري او هرې نجلۍ ته باید په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د زده کړو زمینه برابره شي. هغه افغانستان کې پر نجونو د ښوونیز بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې.
-
د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي
Jul 11, 2025 05:00یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی. په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.
-
ملګري ملتونه: افغان طالبان دې ځپوونکې پالیسۍ لغوه کړي
Jul 08, 2025 04:54د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ په د رایو په لوی اکثریت یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوې، او له افغان طالبانو څخه غوښتنه شوې چې خپلې سختدریځې پالیسۍ پایته ورسوي او ټولګډونه حکومت تضمین کړي.
-
د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقله موضوع ده
Jul 05, 2025 14:22د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی او ویلي چې دا یوه مستقله موضوع ده او دواړو هېوادونو پورې اړه لري.
-
افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، روغتونونه ځای نه لري
Jul 04, 2025 06:18د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان و ايي، افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، خو د هېواد روغتونونه د هغوی د منلو وړتیا نه لري.
-
د ښځو په سرپرستۍ دوه پر درېیمه برخه کورنۍ د خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري
Jul 03, 2025 14:11د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو څخه، چې سرپرستي یې ښځې کوي، دوه کورنۍ د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري.
-
۸۰ سلنه افغان ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري
Jun 28, 2025 12:05د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري.
-
په غزني کې په یو وار شلو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Jun 28, 2025 11:45چارواکي وایي، د دې ودانیو په جوړیدو سره په دې ولایت کې د زده کوونکو د سرپناه ستونزه تر ډیره بریده هواره شوه.
-
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان له ولسمشر سره وکتل
Jun 12, 2025 11:40د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند د څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.
-
طالبانو ښځو ته عزت او پرده ورکړې، خو امریکا فلسطین کې ښځې او ماشومان له منځه وړي
Jun 07, 2025 16:11د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په کندهار کې د قربانۍ اختر په مناسبت وینا کې ویلي، ځینې لوري امریکا سره له دوستۍ خوشحاله دي او امریکا سره دوستي خپله بریا بولي، خو امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده.