اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169872-اروپايي_ټولنې_له_افغانستان_سره_۱۰_میلیونه_یورو_مرسته_وکړه
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
(last modified 2026-01-23T07:57:37+00:00 )
Jan 23, 2026 12:22 Asia/Kabul
  • اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.

افغانستان کې د یادې ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار ویلي چې په دې ۱۰ میلیونه یورو مرستې سره به د ښځو لپاره کوچنۍ تصدۍ جوړې شي.

اروپایي ټولنې ویلي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له لورې ولګول شي.

دغه ټولنې ویلي له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.