-
امام خامنه يي: اسرائیل باید سختې سزا ته انتظار وکړي
Jun 13, 2025 07:34د اسلامي انقلاب ستر رهبر د اسرائیلو د برید امله وفرمایل: صهیونیسټي رژیم په دې جنایت سره، د ځان لپاره یو تریخ او دردناک برخلیک چمتو کړ او هغه به خامخا ترلاسه کړي.
-
عراقچي: د رهبرۍ فتوا زموږ لپاره سره کرښه ده؛ اټومي وسله حرامه او د نه منلو وړ ده
Jun 07, 2025 13:10پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د اټومي وسلو د مطلق بندېد په اړه د اسلامي جمهوریت پر اصولي درېځ باندې په کلک ټینګار سره وویل: د اسلامي انقلاب د رهبر فتوا، چې اټومي وسله یې حرامه بللې، د ایران لپاره یو نه ماتېدونکی اصل دی.
-
د پاکستان په مطبوعاتو کې د ایران د غني کولو د حق د دفاع په اړه د اسلامي انقلاب د رهبر د څرګندونو انعکاس
Jun 05, 2025 06:18پارس ټوډې - پاکستاني مطبوعاتو د چهارشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د ستر بنسټ ایښودونکي امام خمیني (ره) د ۳۶ تلین په مناسبت، د اسلامي انقلاب د رهبر څرګندونو ته په پراخه کچه انعکاس ورکړ او د هغه له قوله یې لیکلي چې غني کول د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام "کیلي" ده.
-
د ایران د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د تلین په مناسبت زموږ تسلیت ومنئ
Jun 04, 2025 06:17نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولې څوارلسمه (د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې له ۸مې او د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون له څلورمې نېټې سره برابره ده) د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د رحلت له تلین سره سمون لري.
-
امام خامنه يي: موږ د اسلامي نړۍ د راتلونکي په اړه هیله مند یو / د اسلامي انقلاب له رهبر سره د پاکستان د لومړي وزیر لیدنه + انځورونه
May 27, 2025 11:24پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان په ګډه کار کولو سره کولای شي په اسلامي نړۍ کې اغېزمن وي او د فلسطین مسله له غلطې لارې څخه وباسي، وویل: موږ د اسلامي نړۍ راتلونکي ته هیله مند یو، او ډېری پېښې زموږ هیله مندي تاییدوي.
-
د اسلامي انقلاب رهبر د غني کولو د حق موضوع څرګنده کړه
May 21, 2025 06:28پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر پرون، د ایران د یورانیوم د غني کولو حق په اړه د امریکايي چارواکو د څرګندونو په ځواب کې د اسلامي انقلاب د رهبر ویناوو ته په اشارې سره وویل: د اسلامي انقلاب رهبر د غني کولو د حق موضوع په بشپړه توګه څرګنده کړه.
-
اسلامي جمهوریت د غني کولو لپاره د "دې یا هغه" د اجازې انتظار نه کوي
May 21, 2025 05:03پار س ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر پرون د سه شنبې په ورځ د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو او په وروستيو لسيزو کې د مسئولو شهیدانو له کورنيو سره وليدل.
-
آیا په ایران کې عیسویت ته اجازه ورکړل شوې؟
May 18, 2025 15:01پارس ټوډې - د دې پوښتنې ځواب کولای شو د ایراني عیسوي ټولنو په ورځني ژوند کې ولټوو؛ چېرې چې تاریخي کلیساګانې د جوماتونو تر څنګ د الهي ادیانو د سوله ایز ګډ ژوند د سمبول په توګه ولاړې دي.
-
د اسلامي نړۍ یووالی د سترو قدرتونو د باج غوښتنو پر وړاندې د درېدو یوازینۍ لاره ده
Apr 02, 2025 16:09پارس ټوډې - امام خامنه يي د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.
-
د سږ کال لاریون د قدس د ورځې یو غوره، ولوله ناک او باعزته لاریون دی
Mar 28, 2025 11:27پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر، په یوه ټلویزیوني پیغام کې د سږکال د قدس د ورځې د لاریون ارزښت د تېرو کلونو په پرتله ډېر وارزولو او ټینګار یې وکړ چې: ان شاءالله د سږکال لاریون به د قدس د ورځې یو غوره، با عظمته او با عزته لاریون وي.