د دښمنانو د نابودۍ لپاره د یوه ملت اراده
د تهران راډیو ډېرو قدرمنو اورېدونکو سلامونه او وخت مو پخیر، هیله ده چې روغ او جوړ و اوسئ او همدارنګه طاعات او عبادتونه مو قبول شه. دوستانو ( د دښمنانو د نابودۍ لپاره د یوه ملت ارادې) ترعنوان لاندې له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
ممکن داسې فکر یې کولو چې په ایران کې د اسلامي انقلاب له برکت ډک او مبارک بهیر چې د ۱۳۵۷ لمریز کال په سلواغې میاشتې کې د امام خمیني (ره) په رهبرۍ او د ایران د ستر ملت په ملتیا سره پیل شو، د هغوی له رحلت وروسته پایته رسېږي.
په ایران کې د آته کلنې جګړې په پیل سره بیا یې هم فکر کولو چې دا جګړه کولای شي د ایران د اسلامي انقلاب د لارې پای وي او د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په رحلت سره، د دې خاورې دښمنانو تصور کولو چې نور په ایران کې اسلامي انقلاب خپل وروستي پړاو ته رسېدلی، مګر د دوی ټول تصورات او محاسبات ناسم وو، ځکه چې د امام خمیني (ره) له رحلت وروسته دښمنانو د هغه رهبرۍ په اړه چې د اسلامي انقلاب د کښتۍ مشري یې په لاس کې اخیستې وه، د ایران د ستر ملت د ارادې او انګیزې په اړه یې فکر نه کولو.
دښمنانو او له وخت څخه غافلو جنایتکارانو په یوه مهم ټکي خبر نه وو.
دوی نه پوهېدل چې که یو امت امام ولري او یو امام هم امت ولري، نو بیا د خدای په لاره کې پاڅون او حرکت، نه پایته رسېږي او نه هم کمېږي.
دوی نه پوهېدل چې د الهي فطرت په حکم سره امت او ملت، الهي امانت په غاړه اخلي. د ایران ملت یو داسې ملت دی چې تل د خپل رهبر او لارښود امر ته په تمه دي او په الهي لاره کې یې ګام اخیستی دی.
د امام خمیني (ره) له رحلت وروسته، آیت الله سید علي خامنه يي د ایران د مسلمان ملت رهبري په غاړه واخیسته او د خپل ژوند په اوږدو کې په بهترین ډول د اسلامي انقلاب مشري وکړه.
د هغوی ژوند او شهادت وښودله چې د توحید او د ستر خمیني (ره) د لارې لپاره ښه شاګرد وو، یو داسې عالیقدره فقیه چې هم یې خپل خلک په ښه ډول پېژندل او هم د امام روح الله خمیني (ره) اصولو ته ژمن وو.
سید علي خامنه يي یو نه ستړي کېدونکی مجاهد وو چې د خپل شهادت په وخت کې په هغه لاره کې چې د ځوانۍ له هماغه لومړیو څخه یې پرې ګام اخیستی وو، ثابت قدمه پاتې شو.
یو داسې مقتدر رهبر چې نه یوازې د ایران د خلکو لپاره بلکې د نړۍ د ټولو آزادي غواړو او مستضعفانو لپاره پناه او ملاتړی وو.
یو داسې ستر شخصیت چې تل یې د استعمار او استکبار او ظلم پر وړاندې پاڅون کړی دی. یو داسې د تقلید مرجع چې د وخت په مقتضیاتو باندې خبر وو او جهاد او سیاست، هغوی یې د خلقت له لطایفو څخه غافله نه کړ او د هنر او ادبیاتو په برخه کې یې ستر علم او ژوره پوهه درلوده.
شهید سید علي خامنه يي په ټول علم او پوهې سره چې په بېلابېلو برخو کې یې درلود، تل یې خپل ځان د ستر خمیني (ره) د ښوونځي شاګرد ګڼلو. د یوه فرزانه عالم ښوونځی چې ایران یې د طاغوت او ظاغوتیانو له سلطې څخه وژغورلو.
د خدای لپاره پاڅون، خپلواکي، آزادي، عزت او سرلوړي له هغو مهمو درسونو څخه دي چې د ایران ملت د امام خمیني (ره) او شهید سید علي خامنه يي ( قدس سره) په ښوونځي کې زړه کړي دي. نو عجیبه نه دی، دا چې په دې حساس وخت کې چې امریکا او جعلي صهیونیسټي رژیم ایران او ایرانیان ترخپلو وحشیانه بریدونو لاندې راوستي دي، د ایران شریف ملت په یوه غږ، یوه موټي او یووالي سره د دې جنایتکارانو پر وړاندې ودرېږي.
عجیبه نه دی چې د اسلامي انقلاب روښانه او څرګنده لاره همداسې له پیروانو او لارویانو ډکه وي. عجینه نه دی چې نارینه او ښځینه، ځوانان او زاړه، تنکي ځوانان او ماشومان، په یوه غږ سره، مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیلو وايي.
اوسمهال د امام خمیني (ره) توحیدي لاره ډېری پیروان لري او دا یعنې د هغوی له رحلت وروسته هم د ستر خمیني د غورځنګ رهبري پایته نه ده رسېدلې او امام خامنه يي د ایران د آزاد ملت په ملتیا سره د یوه داسې غورځنګ رهبري پر غاړه درلوده چې د هماغه ستر خمیني (ره) د لارې دوام دی.
اوس، د مسلمینو د ولي امر حضرت آیت الله خامنه يي شهادت، د ستر خمیني (ره) د غورځنګ او د اسلامي انقلاب د بهیر په رګونو کې نوې وینه جارې کړې ده او دا غورځنګ او انقلاب همدارنګه دوام لري.
د ایران شریف ملت به د امریکا او جعلي صهیونیسټي رژیم په څېر جنایتکارانو ته هېڅکله اجازه ور نه کړي چې د ایران پاکې خاورې باندې یرغل وشي.
جنایتکارو دښمنانو د ولي امر مسلمین حضرت امام خامنه يي (قدس سره) په شهادت رسولو سره، نه یوازې د ایران د ملت وینه بلکې د نړۍ د آزادي غواړو وینه په جوش راوستې ده او اوس د ستر خمیني (ره) او ګران خامنه يي پیروان په ټولې سېمې کې د امریکا او جعلي صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په یوه بشپړه جګړه کې، د ایران ترڅنګ ولاړ دي.
اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکا او ټول جنایتکاران له سېمې ووځي.
اوس د اسرائیلو د نابودۍ او له منځه وړلو وخت رسېدلی دی.
اوس د هغو شیطان صفته جنایتکارانو د نابودۍ وخت رسېدلی چې په بېلابېلو جنایتونو باندې د دوی لاس ککړ دی. له ماشوم وژلو او مظلوم وژلو نیولې، پر بې ګناه ماشومانو تر تېري پوري.
جنایتکاره دښمنان دې پوه شي چې نن سبا د ایران مقتدره ملت د شهید رهبر سید علي خامنه يي د وینې د غچ اخیستونکی دی. نن سبا د ایران مقتدره ملت د هغو ښځنیه زده کوونکو د وینې د غچ غوښتنه کوي چې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې په شهادت ورسېدل.
نن سبا د ایران مقتدره ملت له هرڅه مخکې او د پخوا په پرتله ډېر زیات د اسلامي جمهوریت او د ایران د پاکې خاورې ملاتړی او ساتونکی دی.
د ایران سترملت، اوس په خپل ټول توان او ډېر یوموټي او یووالي سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د مرحوم شهید سید علي خامنه يي دښمنان او قاتلان به همداسې پرې نه ږدي.
د ایران شریف خلک نن سبا لکه د تل په څېر باخبره او هوښیار د حق او حقیقت په لاره کې دي او د ستر خمیني (ره) غورځنګ همدارنګه دوام لري. نن سبا د ایران د ملت د خپلواکۍ غوښتلو لاره تر بل هروخت لا ډېره ژوندۍ ده.
جنایتکاره دښمنان دې پوه شي هماغه شېبه چې د ایران مرحوم رهبر شهید سید علي خامنه يي يې په شهادت ورساوه، خپله نابودي یې رامنځته کړه.
د ایران ګران رهبر تل د شهادت هېله درلوده او اوس هغوی خپلې هېلې ته رسېدلی او د محبوبیت او قداست په اوج کې شتون لري.
نن سبا نه یوازې د ایران ملت بلکې د نړۍ ټول آزادي غواړي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له عراق او لبنان نیولې، تر هند او پاکستان پورې ټول د دې شهید رهبر د وینې د غچ اخیستو غوښتنه کوي.
نن سبا د هغو کسانو غږ په نړۍ کې پورته شوی چې د ژوندی دې وي شهید خامنه يي فریاد کوي او د حق د جبهې په بریا باندې له زړه څخه ایمان لري او هېڅکله به ماتې ونه خوري.
هو! نن سبا یو ملت، د شهید سید علي خامنه يي د وینې د غچ اخیستو غوښتونکی دی.
نن سبا یو اراده لرونکی ملت، د دښمنانو د نابودۍ چیغه پورته کوي.
نن سبا یو واحد امت د غداره امریکا او ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم پروړاندې درېږي.
یو هوډمن امت چې د جنایتکارو دښمنانو د له منځه وړلو او نابودۍ لپاره یې خپله اراده ټینګه کړې ده.
ژباړه: زمانی