-
د اسلامي همکاریو سازمان: د تلابیب اقدامات له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
Jun 05, 2026 15:03پارس ټوډې – په ملګرو ملتونو کې عربي ډلې او د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم پر وروستیو اقداماتو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدامات په منظم ډول د فلسطینیانو حقونه تر پښو لاندې کوي.
-
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
Jun 05, 2026 14:39په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.
-
عراقچي: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي
Jun 04, 2026 06:37پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي.
-
سپاه پاسداران: دښمن اړ دی چې د ایران نوي قواعد ومني
Jun 04, 2026 06:19پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د د انقلاب د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: شرور دښمن ته خبرداری ورکوو چې اړ یاست هغه نوي قواعد ومنئ چې د ایران ملت او وسله والو ځواکونو پر میدان تحمیل کړي دي.
-
امریکا نه شي کولای نړۍ د خپلو جنایتونو له حقیقت څخه واړوي
Jun 04, 2026 05:09پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بېبنسټه ادعاوې نه شي کولای نړۍ د هغوی د جنایتونو له حقیقت څخه منحرفه کړي.
-
اولیانوف: د ایران د بډایه شويو یورانیمو لېږدولو ته اړتیا نشته
Jun 03, 2026 12:13پارس ټوډې – په ویانا کې د نړیوالو بنسټونو لپاره د روسیې دایمي استازي اعلان وکړ چې د ایران له خاورې څخه د بډایه شويو یورانیمو ایستل او لېږدول ضروري نه دي.
-
په ایران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان تر ټولو ستر روغتون پرانیستل شو
Jun 03, 2026 06:35پارس ټوډې – د ایران د سرطان انسټیټیوټ روغتون، چې له ۶۱۰ څخه د ډېرو ناروغانو د بستري کېدو تختونه لري، په تهران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان د درملنې تر ټولو ستر روغتون په توګه پرانیستل شو.
-
غریبآبادي: امریکا پر لبنان د صهیونیستي رژیم په تېریو کې مستقیم رول لري
Jun 03, 2026 06:32پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل: د امریکا د ولسمشر هغه ادعا چې ګواکې د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر ئې پر بیروت له پراخ بریده منع کړی، په حقیقت کې د دغه رژیم په تېریو کې د واشنګټن د مستقیم رول څرګندونه کوي.
-
د لبنان پر ضد د جنګ د پراخولو لپاره د اسرائیلو موخې څه دي؟
Jun 03, 2026 06:28پارس ټوډې – صهیونیستي رژیم لا هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. په وروستیو شپو ورځو کې ئې دا ګواښ هم وکړ چې د بیروت په سویلي سیمې کې (ضاحیه) به برید وکړي او له خلکو ئې وغوښتل چې له دې سیمې ووځي.مهمه پوښتنه دا ده چې صهیونیسڼي رژیم ولې د لبنان پر ضد د بحران او جنګ د لا پراخولو هڅه کوي؟
-
د لبنان د حزب الله عمومي منشي؛ امام خامنه ا ي زمونږ د جهاد پشتیباني وکړه
Jun 03, 2026 05:33پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله ولسی مبارز غورځنګ عمومي منشي وویل: زمونږ لپاره له الهي توفیقونو څخه دا وه چې امام خامنه ا ي (قدس سره) هغه مهال چې د ایران ولسمشر ؤ، د حزب الله د چارو څارنه ئې پر غاړه درلوده او له رهبرۍ منلو وروسته ئې هم د خپلې ځانګړي پاملرنې له مخې زمونږ اړتیاوې پوره کړې، زمونږ شرعي پوښتنو (استفتائاتو) ته ئې ځوابونه راکړل او زمونږ د جهاد ملاتړ ئې وکړ.